1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخراج په اړه د اروپايي اتحادیې له طرحې سره پراخ مخالفت

گل غوټۍ پوپل | یي پي ډي
۱۴۰۴ شهریور ۲۴, دوشنبه

د اروپايي ټولنې له شاوخوا ۲۰۰ سازمانونو او د مدني ټولنې بنسټونو څخه جوړ یوه اتحاد له اروپايي ټولنې څخه غوښتي دي د هغو بهرنيو اتباعو چې د اقامې جواز نه لري، د بيرته ليږدولو خپلو وړاندیز سويو مقرراتو ته له سره کتنه وکړي.

آرشیف: پناه غوښتونکي د پولنډ او سپینې روسیې ترمنځ سرحد کې په دې هیله دي چې د اروپايي ټولنې پوله پرانیستل سي.
له ۲۰۰ څخه ډېرو سازمانونو د اخراج په اړه د اروپايي اتحادیې له طرحې سره مخالفت کړیانځور: Ulf Mauder/dpa/picture alliance

د بې اسنادو پناه غوښتونکو د بیرته ستنلو په هکله د اروپايي ټولنې وړاندیز سوې طرحه، د څه د پاسه ۲۰۰ سازمانونو او مدني ټولنې بنسټونو له سخت مخالفت سره مخامخ سوه.

د بخښنې نړیوال سازمان د دې اتحاد په استازیتوب په برلین کې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۱۵ مه) د «بیرته ستنېدو د مقرراتو» د وړاندیز سوې طرحې د لغوه کیدو غوښتنه وکړه. دغه سازمان ویلي دي چې په نوموړې وړاندیز سوې طرحه کې داسي اقدامات شاملیږي چې د حفاظت په لټه کې کسانو له حقونو څخه یې سرغړونه کړې او هغوی ته زیان اړوي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د آلمان د څانگې مشرې یولیا دوخرو، ویلي دي چې وړاندیز سوي مقررات د اول ځل له پاره دا زمینه برابروي چې دغه کسان باید د خپلې خوښې برعکس هغو هیوادونو ته اخراج سي چې هیڅ ډول اړیکه ورسره نه لري.

اړوند:اروپايي کمېسیون غواړي دریم هیواد ته اخراجونه آسانه کړي

هغې څرگنده کړې ده چې دغه کار کورنۍ سره جلا کوي او د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د اروپايي ټولنې کمیسیون د مارچ په میاشت کې له قانوني اسنادو پرته کسانو د بیرته ستنولو په هکله د گډ سیستم پیشنهادي طرحه اعلان کړه. دغه نوې طرحه د رد سووپناه غوښتونکو  چټک اخراج په نظر کې لري چې په هغې کې سختگیرانه قوانین او د نیول کیدو احتمال موجود دی.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون د معلوماتو له مخې، په دغو وړاندیز سويو مقرراتو کې د هغو کسانو د نیول کیدو له پاره چې د تیښتې خطر یې موجود وي، ښکاره شرایط شاملیږي. له همدې کبله په پام کې ده چې په توقیف خونو کې د ددغو کسانو د ساتنې وخت  باید د اوسني حداکثر ۱۲ میاشتو پرځای، ۲۴ میاشتو ته وغځول سي.

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون په خبره باید د اروپا پارلمان او شورا په دې اړه خپل تصمیم ونیسي. 

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل