1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبرازیل

لولا: د برازیل په جې شل سرمشریزه کې د پوتین د نیولو خطر نشته

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سیلوا وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین که چیرې په ۲۰۲۴ کال کې د ریو دي جنیرو جي شل په سرمشریزه کې ګډون وکړي نو هغه به ونه نیول شي.

د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سیلوا
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سیلوا انځور: Gianluigi Guercia/Reuters

دا په داسي حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین سږ کال د هند په نوي ډیلي کې غونډي ته له ورتلو ډډه کړې، دا ځکه چې د احتمالي سیاسي جنجالونو او د نړیوالې جنایي محکمې (اې سي سي) له لوري په هر ډول جرمونو له محکومیدو ځان وساتي.

پوتین په وروستۍ نړیوالي غونډې کې ګډون نه دی کړی او پر ځای یې خپل د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نوي ډیلي ته استولی دی.

برازیل د اې سي سي یا د نړیوالې جنایې محکمې لاسلیک کونکی دی مګر لولا د شنبې په ورځ د هندي خبري شبکې فرسټ پوسټ سره په خبرو کې وویل چې پوتین ته به د راتلونکي کال غونډې ته بلنه ورکړل شي او برازیل به یې کوربه وي.

هغه وویل: "موږ له سولې خوند اخلو او له خلکو سره ښه چلند کوو. نو زه باور لرم چې پوتین په اسانۍ سره برازیل ته راتللی شي."

همدا راز هغه زیاته کړې: "که زه د برازیل ولسمشر واوسم او هغه برازیل ته راشي، د نیول کیدو امکان یې نشته دی."

لولا دا هم وویل چې هغه به په راتلونکي کال کې په روسیه کې د پرمختلونکو هیوادونو د بریکس بلاک په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د شنبې په ورځ د جي شل هیوادونو یوه اعلامیه تصویب کړه چې په اوکراین کې د جګړې لپاره د مسکو له غندلو ډډه کوي، خو په ټولو هیوادونو یې غږ کړی چې د سیمې د نیولو لپاره له زوره کار وانه خلي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب