1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لويديځ غواړي په قطر کې افغان ځواکونو ته د روزنې مرکز جوړ کړي

۱۴۰۰ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

د ناټو تر امر لاندې پوځي چارواکي قطر ته رسيدلي او هلته د افغان ځواکونو له پاره د روزنې د یوه مرکز پر جوړيدو خبرې کوي. په دغه مرکز کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونو ته روزنه ورکول کيږي.

Afghanistan | Italienische NATO-Truppen trainieren Afghan Special Forces
افغان ځواکونه د ناټو له خوا د روزنې پر مهال- د آرشيف انځورانځور: DW/S. Tanha

رويترز خبري آژانس دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ، د لوېديځ د درو لوړ پوړو چارواکو له قوله چې خپل نومونه يې نه دي ښودلي، کړي دي.

ناټو نور د افغانستان په شل کلنه جګړه کې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړ خپل پروګرام پای ته رسوي. وروسته له هغې چې امريکا اعلان وکړ چې د سپتمبر تر ۱۱مې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي ناټو هم وويل چې د امریکا لار تعقیبوي.

په کابل کې د لوېديځ یوه لوړپوړي چارواکي د خپل نوم په نه ښودولو سره وويل: «موږ په قطر کې په مذاکراتو بوخت یوو تر څو د افغان ځانګړو ځواکونو غړو له پاره د روزني يو منحصر مرکز ایجاد کړو.»

د افغان ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموريت يوه نه بیليدونکې برخه د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او تجهیز ده.

په واشنګتن ډي سي کې يوه بل پوځي چارواکي رويترز ته وويل: «موږ يو وړانديز جوړ کړی دی، خو دا په قطر کې د چارواکو په تصمیم پورې اړه لري که هغوی له ناټو سره توافق وکړي چې خپله خاوره يې د پوځي تمریناتو د يوه ځای په توګه وکارول شي.»

په کابل کې ېوې دريمې ديپلوماتيکي سرچينې بیا «قطر ته د څلور یا شپږو اونیو له پاره د افغان ځانګړو ځواکونو د غړو» د لیږد خبره کړې ده، تر څو هلته ورته «دقيقې روزنې» ورکړل شي.

د قطر حکومت او د ناټو د ارتباطاتو دفتر د امريکا د دغه پروپوزل په اړه څه نه دې ويلي چې د خليج په دغه هیواد کې دې د افغان ځواکونو د روزنې له پاره يو مرکز جوړ شي. رويترز ليکلي دي چې افغان حکومت هم په دې اړه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

ناټو په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰۰ او امریکا متحده ایالات ۲۵۰۰ ځواکونه لري. خو د دغو ځواکونو د وتلو لړۍ د می پر پنځمه پيل شوې ده. د دغو ځواکونو د وتلو لړۍ به د روان کال د سپتمبر پر ۱۱مه بشپړه شي. له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم د طالبانو حملې ډيرې شوي دي. 

ر/م.ک.ص./ن.ز.