1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم د نيولو امر کړی

۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبه

د افغانستان لويې څارنوالۍ د افغان فوټبال فدراسيون د پخواني مشر د نيولو امر کړی دی. دا اقدام وروسته له هغه پورته کيږي چې فيفا ورباندې عمري بنديز او نقدي جريمه لګولې وه.

Afghanistan Karim Keramuddin
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sabawoon

د کرام الدين کريم د نيولو امر د يکشنبې په ورځ جاري شو. دغه خبره د لويې څارنوالۍ وياند، جمشيد رسولي، ځايي رسنۍ طلوع نيوز ته کړې ده. په رپوټ کې دا نه دي ويل شوي چې د نيولو په امر کې په کريم باندې کوم تورونه پورې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا هم د شنبې په ورځ پر کريم باندې عمري بنديز لګولی وو. دغه بنديز وروسته له هغه اعلان شو چې د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم پر غړو باندې د جنسي او بدني ځورونې پلټنې شوې وې.

پر کريم باندې د فيفا د اخلاقي کميټې له خوا د يو مليون سويسي فرانک (چې معادل يې يو ميليون ډالر هم کيږي) نقدي جريمه هم ختلې وه. لږ تر لږه پنځوو ښځينه لوبغاړو ورباندې د جنسي ځورونې تورونه پورې کړي ول. قاضي په دې نظر وو چې کريم د خپل فدراسيون د مشرۍ له دندې څخه ناوړه ګټه اخيستې وه او نور نه شي کولی چې په ملي يا بين المللي سطح خپل کاري ژوند ته دوام ورکړي. 

خالده پوپل، چې د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم لوبغاړې او پخوانۍ کپتانه وه، د فيفا د دغه اقدام هر کلی کړی او ويلي يې دي چې پر نورو تورنو کسانو باندې بايد هم بنديز ولګول شي. پوپل تويتر کې وليکل: «فوټبال د ځورونې ځای ځايګی نه دی، موږ بايد د ځورونې او اذيت کلتور فوټبال ته ورپرې نږدو». 


dpa/ns/bs

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل