1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسپینه روسیه

لوکاشینکو: اوکراین پر سپېنه روسیه حملې ته تیاری نیسي

۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

د سپېنې روسېې ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر لسمه) پر اوکراین تور ولګاوه چې گواکي پر هیواد ېې ېوې پوځې حملې ته تیاری نیسي. لوکاشینکو د روسېې د ولسمشر، ولاديمير پوتین نژدې متحد دی.

Lage in Belarus I Minsk
انځور: BelTA/dpa/picture alliance

د بېلاروس يا سپېنې روسېې دولتي خبري آژانس بيلتا د امنیتي چارواکو په يوه غونډه کې د الکساندر لوکاشینکو د خبرو نقل کړی چې لوکاشینکو په ېوه ځای کې ويلي دي: «ما له مخکې ويلي دي چې نن ورځ په اوکراین کې د سپېنې روسېې پر قلمرو باندې حمله يوازې بحث نه بلکې پلان هم ګرځېدلی دی.»

د فرانسې خبري آژانس له مسکوه په خپل رپوټ کې ليکي چې لوکاشينکو په دغه امنيتي غونډه کې وويل: «موږ د سپېنې روسېې او د روسېې فدراسیون اړوند د ېوې سیمېزې ډلې د ځای پر ځای کولو توافق ته رسيدلي یو.»

د روسيې پوځي تمرينونه؛ څوک پکښې ګډون کوي او ولي؟

خو لوکاشينکو روښانه کړې نه ده چې دوی به دغه مشترک ځواکونه په کومه سيمه کې ځای پر ځای کوي، خو زياته ېې کړه چې د دغو ځواکونو تشکیل دوه ورځې مخکې پیل شوی دی، البته د کريمیا پر پله د ېوې سترې چاودنې سره په یوه وخت کې. مسکو ادعا کوي چې دغه چاودنه د اوکراین کار دی. یاد پل چې له څو اړخو د روسېې له پاره ډير مهم دی، کریميا او روسيه سره نښلوي.

د سپېنې روسېې ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل: «زه د اوضاع د تشديد کولو پرته له تاسو غواړم چې دا موضوع درک کړئ: که تاسو سوله غواړئ، نو اړتيا لرئ چې جګړې له پاره چمتوالی ونیسئ، تل.» هغه زیاته کړه: «باید د ټولو هغو شریرو [طرفونو] پر وړاندې مخکې له مخکې  پلانونه ولرئ کوم چې هڅه کوي موږ په یوه جګړه کې داخل کړي.»

کيف وايي د کريمیا په چاودنو کې لاس نه لري

هغه دا ټينګار هم وکړ چې «د سپېنې روسېې په قلمرو کې باید هيڅ جګړه نه وي.»

د آرشیف انځور - الکساندر لوکاشینکو له ولادیمیر پوتین سره، لوکاشینکو د پوتين نژدې متحد دی انځور: Evgeny Biyatov/Sputnik/Kremlin Pool/AP/picture alliance

سپېنه روسيه د روسېې یو مهم متحد دی او خپله مالي او سیاسي تکيه پر روسیه باندې کوي. لوکاشینکو په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل څو میاشتې مخکې روسي ځواکونو ته اجازه ورکړې وه چې د پوځي تمريناتو له پاره ېې هیواد ته داخل شي.

پوتین د کریميا پر پله چاودنه تروریستي کړنه او د اوکراين کار وباله

نوموړی چې له ۱۹۹۴ کال راهيسې په واک کې دی، وروستۍ څرګندونې ېې کېدای شي په اوکراین کې د جګړې د لا شدت سبب واقع شي او په احتمال سره به دغه شدت د اوکراین په شمال کې د روسېې او سپېنې روسې د ګډو ځواکونه وي.

لوکاشینکو وويل د «هغوی باداران پر دوی باندې  د سپېنې روسېې خلاف فشار واردوي تر څو موږ په خپلو کې واچوي.» هغه زیاته کړه: «موږ په دې برخه کې له لسیزو راهیسې د چمتوالي په حال کې یو. که چېرته اړتیا پېدا شوه موږ به ځواب ورکړو.» لوکاشینکو وويل چې د وضعیت په اړه ېې د روسېې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره د پيترزبورګ په یوه غونډه کې خبرې هم کړي وې.

سپينه روسيه ګډ پوځي تمرینات کوي؛ د اوکراین پخوانی ولسمشر محکمې ته ولاړ
هغه وويل: «د اوکراين ولسمشر او نور لیونيانو ته ېې زما ځواب ډير ساده دی: که دوی زموږ په قلمرو کې یو متر خاوره هم لمس کړي، په هغه صورت کې به د کریميا پل د هغوی له پاره په یو پارک کې د قدم وهلو په څير په نظر راځي.»
د بيلاروس پوځ شاوخوا ۶۰ زره پرسونل لري او د روان کال په سر کې ېې په سرحدی علاقو کې خپل د محاربوي تکتيکونو ۶ ډلې ځای پرځای کړې چې په مجموع کې په زرونو عسکر هلته خدمت کوي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب