1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

لوکزامبورګ غواړي خپل ټول نفوس د کرونا ویروس له پاره وآزمويي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د دې له پاره چي لوکزامبورګ د کرونا ویروس په خاطر خپل ټول نفوس وآزمويي نو باید هره ورځ ۲۰۰۰۰ کسان تیست کړي. دغه پروسه به یوه میاشت دوام وکړي او څه نا څه ۴۰ میلیونه یورو به پرې مصرف سي.

Coronavirus Tests
انځور: picture alliance/dpa

دغه خبره د لوکزامبورګ د څیړنو وزیر کلاود مایش، د سه شنبې په ورځ (د اپریل میاسشتي ۲۸مه نیټه) په یوه ویدیويي کنفرانس کي وکړه. لوکزامبورګ چي ۶۰۰ زره نفوس لري، تر اوسه پوري یې د څه نا څه ۳۹۰۰۰ کسانو ټستونه تر سره سوی دی. تر اوسه پوري ۳۷۲۹ د لوکزامبورګ اوسیدونکي په کرونا اخته دي او ۸۸ تنه ورڅخه مړه سوي دي.

د مایش په خبره څرنګه چي په راتلونکې میاشت کي په پوهنتونونو کي زده کړې شروع کیږي، نو لومړی به د محصلینو او د هغوی د استادانو آزموینې وسي. د هغوی څخه تحریري غوښتنه سوې ده چي په دې منظور د آزموینو له ۱۷ مرکزونو څخه یوه ته مراجعه وکړي. مایش د محصلینو او استادانو څخه وغوښتل، چي د کرونا ټست وکړي او ویې ویل چي دا کار ډیر مهم دي «چي تاسي په راتلونکو اوونیو او میاشتو کي آزاد ژوند وکولای سی.»

سربیره پر دې به هغه ۲۰۰ زره کسان چي هره ورځ د کار له پاره لوکزامبورګ ته راځي هم د کرونا آزموینې وکړي. د لوکزامبورګ د عامه روغتیا وزیر پاولیت لینیت، هم اطمینان ورکړ چي «موږ په اروپا کي هغه هیواد یو چي تر ټولو ډیر ټستونه مو تر سره کړي او تر ټولو مخکي یو».

په لوکزامبورګ کي همدارنګه څه نا څه هر پنځم کس د جراحي ډاکټرانو په ډول ماسکونه تر لاسه کړي او ډیر نور یي د شرکتونو په اختیار کي ورکړل سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب