لوگر: چاودنې د بهرنیو په گډون ۲۰ تنه ټپیان کړل
۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سهشنبهد ناټو د ځواکونو یوه ویاند هم پېښه منلي ده. هغه وویل چې په لوگر ولایت کې د ناټو د اډې مخې ته یوه چاودنه شوې ده. هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د ایساف یو شمیر سرتیري تپیان شوي هم دي:
«موږ داسې معلومات لرو چې په پېښه کې د ایساف یو شمیر سرتیري ټپیان شوي دي خو دا زموږ پالیسي نه ده چې د ټپي شوو سرتیرو شمیره او د هغوی د روغتیایي وضعیت په اړه جزئیات اعلان کړو.»
د ایساف د ځواکونو دې ویاند زیاته کړه چې د چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي دي. په همدې حال کې د لوگر ولایت د پولیسو قوماندان غلام سخي روغ لیوني، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «یوه لارۍ چې پکښې چاودیدونکي مواد بار شوي ول د پل علم په ښار کې د ناټو د اډې مخې ته وچاودیده.»
روغ لیوني زیاته کړه: «تر اوسه پورې موږ ته معلومات رارسیدلي دي چې د پېښي له کبله ۱۷ ملکي وگړي او درې تنه د ناټو سرتیري ټپیان شوي دي.»
د دې افغان چارواکي په خبره په پېښه کې ټپي شوو ډیری ملکي وگړو د ناټو په اډه کي کار کاوه. طالبانو د پېښي پړه پر غاړه اخیستې ده. د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي، چې د هغوی د ډلې یوه غړي ځانمرگې حمله کړې او سخته مرگ ژوبله ئې را منځ ته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ سهار هم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې له کبله اته تنه ملکي وگړي ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض