1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

لوی څارنوالۍ د احمدزي د جلب حکم صادر کړ

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

د افغانستان لوی څارنوالۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ د پخواني مشاور جنرال حبیب الله احمدزي، د جلب امر صادر کړی. څارنوالۍ روښانه کړې چې احمدزی په ارګ کې د فحشا د تور په هکله د خپلو ادعاو له پاره د شواهدو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی.

Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

د ولسمشر اشرف غني پخواني مشاور جنرال حبیب الله احمدزي، یو څه وخت وړاندې له یوې رسنۍ سره په مرکې کې ادعا کړې وه چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې «ځینې مشخصي کړۍ د فحشا د ترویج» له پاره کار کوي او دا چې یو شمیر ښځو ته د جنسي اړیکو په بدل کې دولتي دندې ورکول کیږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او له لوی څارنوالۍ څخه یې په دې اړه د څیړنو غوښتنه وکړه. د لوی څارنوالي ویاند جمشید رسولي، له دویچه ویله سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې که څه هم دغې ادارې څو وارې له احمدزي څخه د خپلې ادعا د اثبات په موخه د اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه کړې، خو هغه تر اوسه پورې پر دې کار نه دی توانیدلی. رسولي زیاته کړه: «ښاغلی احمدزی تر اختر دمخه ورځو کې یو وار لوی څارنوالۍ ته حاضر شو خو کوم سند یې وړاندې نه کړ.»

د رسولي په خبره که څه هم لوی څارنوالۍ په دې لیدنه او تر هغه مخکې او وروسته په بیلابیلو اعلامیو او استهلامونو کې له ښاغلي احمدزي څخه د شواهد د وړاندې کولو غوښتنه کړې وه، خو هغه تر اوسه پورې دا کار نه دی ترسره کړی: «په خواشینۍ سره هغه تر اوسه پورې داسې کوم سند او یا هم شواهد څیړونکي پلاوي ته نه دي سپارلي چې ادعا یې ثابته کړي. او د دې تر څنګ د څارنوالانو د پوښتنو ځوابولو ته هم نه دی حاضر شوی.»

د لوی څارنوالۍ ویاند ویلي دي چې له همدې کبله اوس په دې قضیه کې د پولیسو مرسته غوښتل شوې چې ښاغلی احمدزی د خپلو ادعاو د ثابتولو په موخه دې ارګان ته حاضر کړي: «له همدې کبله د قضیې څارنوالانو د ښاغلي احمدزي د جلب حکم صادر کړی او له پولیسو یې غوښتي دي چې ښاغلي احمدزي ته دا تفهیم کړي چې څیړنو ته حاضر شي او خپل اسناد او شواهد وسپاري.»

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې په یوې ادارې کې د ښځو د جنسي زورونې خبره کیږي. تر دې مخکې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کریم، باندې هم د ښځینه لوبغاړو د زورونې او پر هغوی باندې د جنسي تیري تورونه لګول شوي ول.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د فحشا د شتون تر ادعاو وروسته، د حکومت یو شمیر ښځینه کارکوونکو او د ښځو د حقونو فعالانو پر احمدزي باندې له دې کبله نیوکې وکړي چې د محکمې او د شواهدو د وړاندې کولو پر ځای یې په رسنیو کې دغه تورونه پورې کړي دي چې په پایله کې یې د حکومت ټولې ښځینه کارکوونکي زیانمنیدای شي. د وردګ ښاروالې ظریفه غفوري، له دویچه ویله سره په یوې مرکه کې ویلي وو: «[د دغو تورونو تر خپریدو وروسته] یو شمیر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې زما انځورونه خپاره کړل او پرې یې داسې لیکلي ول چې ما به د کومو جنسي اړیکو په بدل کې دغه دنده ترلاسه کړي وي.»

غفوري ټینګار کړی وو چې دولتي دنده یې په خپل لیاقت او له آزموینو تر تریدو وروسته ترلاسه کړې ده او روښانه کړې یې وه چې که د احمدزي ادعاوې و نه څیړل شي نو کیدای شي له کبله یې د حکومت ډیرو ښځینه کارکوونکو ته تاوان ورسیږي: «که څوک د حکومت پر ټولو ښځینه کارکوونکو داسې تورونه پورې کړي نو دا به یوازې له کوره بهر د هغوی کار لا ستونزمن کړي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب