1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستلیبیا

ليبيا: د معمر قذافي زوی ووژل سو

۱۴۰۴ بهمن ۱۵, چهارشنبه

د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی سیف الاسلام قذافي په خپل کور کي په ډزو وژل سوی دی. د راپورونو له مخي د نوي سياسي کړکېچونو په منځ کي وسله والو کسانو د هغه پر استوګنځي بريد کړی.

سيف الاسلام قذافي
سیف الاسلام د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي دوهم زوی و.انځور: Studiofact

د لیبیا چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چي د دغه هیواد د پخواني مشر معمر قذافي زوی سیف الاسلام قذافي، په زنتان ښار کي په خپل استوګنځي کي د وسله والو له خوا په ډزو وژل سوی دی.

ګومان کيږي چي سیف الاسلام هڅه کوله په داسي وخت کي عامه او سیاسي ډګر ته راستون سي چي دغه هیواد لا هم د سیالو حکومتونو او وسله والو ډلو ترمنځ په ژوره توګه ویشل سوی دی.

سيف الاسلام قذافي څوک وو؟

سیف الاسلام د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي دوهم زوی و. قذافي تر څلورو لسيزو پر ليبيا باندي واکمني وکړه.

سیف الاسلام په ۲۰۱۱م کال کي د خپل پلار د حکومت له نسکورېدو مخکي د محدودو سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو د پرمختګ په برخو کي په خپلو هڅو پیژندل کیدی.

خو، د ۲۰۱۱م کال د حکومت ضد پاڅون پر مهال، هغه په ​​ښکاره ډول د حکومت له خوا په زورزياتي سره د لاریونونو ځپلو ملاتړ وکړ.

هغه څنګه ووژل شو؟

د سیف الاسلام سیاسي دفتر اعلان وکړ چي څلور مخ پټي کسان په زنتان کي د هغه استوګنځي ته ننوتلي او هغه یې وژلی دی. ياد دفتر دغه عمل "خاينانه او بزدلانه" بللی دی.

د سیف الاسلام وکیل خالد الزیدي تائید کړه چې هغه په ​​خپل کور کې وژل سوی دی.

د العربیه تلویزیون چینل د قذافي کورنۍ ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی دی چي دغه ۵۳ کلن د خپل کور په باغ کې په ډزو ویشتل سوی دی.

له دې پېښي وروسته، ګنګوسې د عبدالحمید دبیبه په مشرۍ د طرابلس حکومت ته نږدې وسله والو ډلو باندې متمرکز سوي دي. په هرصورت، خو له دفاع وزارت سره تړلي یوې ملیشي ډلي دا تورونه رد کړي دي.

سیاسي ژوند ته د سيف الاسلام د راستنیدو نوي هڅي کولای سوای دبيبه او د هغه متحدینو ته یوه ننګونه وای.

د قذافي سیاسي دفتر د لیبیا له قضا، نړیوالي ټولني، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو څخه غوښتي دي چي د دې پیښې په اړه په سیمه ایزه او نړیواله کچه خپلواکه او شفافه څیړنه وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل