1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليوشیاوبو ولي دچين اوله درجه دښمن دی ؟

۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعه

ليوشیاوبود چين په یوه محبس کي په دې تور بندي دی ، چي ګواکي ددولت پر ضد يې دسيسې جوړولې . دی چي په 11 کاله بند محکوم دی ، د چين د رهبرۍ دپاره تر ټولو سخت دښمن بلل کيږي

ليوشياوبو او دده ماندينهانځور: AP

څنګه کيدای سي چې په چين کې يو روښان فکره په خطرکې وي ؟ ليوشیاوبو په کال 2008 ميلادي کي د نورو چيني روښان فکرانوسره د خلکو د حقوقو د ساتني او پالني د هڅو کونکو په تړاو د چارتا 08 په نامه د يوې اتحاديې اساس کښيښوی ، هغه چي په چين کې د سياسي ريفورمونو او دموکراسۍ د اواز پورته کول غوښتل . خو د چين حکومت دغه چارتا 08 يو تحريک بولي .

د هنکانګ مشهور ژورنالست او د چين په کارپوه ويلي لام وايي چي پيکينګ اصلأ ليو د مزاحمت يوعامل بولي ، کوم چي د چين ثبات او امنيت ته يو خطر دی . د همدې کبله ويلي لام دده د د عاجلي جزأ ورکولو په هکله وايی ،

« داچي ليو په 11 کاله بند محکوم سو، کيدای سي چي دا د چين د کمونستي پارټي د سياسي دفتر يوه قاطع فيصله وي ، »

د ليو د پاره د نوبل د جايزي ورکول ، اصلأ د چين د پاره دغربيانو او خارجيانو يوه توطيه ده ، خو د چين هيواد دا کار ددغه هيواد د قدرت لاندي کيدل بولي ، د چين حکومت د نړيوالو متحدينو هغه غوښتني چي د سږ کال د نوبل د جايزېوړونکی ليو آزاد سي ، پروا ونکړه .

ينګ يانګ/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب