1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ليونل ميسي په شپږم ځل د سرو زرو توپ ترلاسه کړ

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د فوټبال نامتو ستوري ليونل میسي د شپږم ځل له پاره د سرو زرو توپ جايزه وګټله او په دې توگه له کريستيانو رونالدو څخه مخکې شو. له ۲۰۰۸م کال راهيسي دغه دواړه لوبغاړي کابو هغه يوازني کسان دي چې په پرله پسې ډول دغه جایزه گټي.

Fußball Ballon d'Or 2019 | Lionel Messi
انځور: Reuters/C. Hartmann

د فرانسوي مجلې «فرانس فوټبال» له خوا د فوټبال د لوبي نړيوال ستوري ليونل ميسي د دوشنبې په ماښام (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۲ نیټه) د شپږم ځل له پاره د سرو زرو توپ جایزې د گټونکي په توگه اعلان شو. تر دې د مخه ميسې د ارجنتاین د فوټبال دغه ستوري له  ۲۰۰۸م کال راپه دې خوا او رونالدو هغه ورزشکاران دي، چې يو په بل پسې يې دغه جایزه ګټلې. يوازې په تير کال کې له کروواسيا څخه د فوټبال اتل مادريچ وکړاي شو دغه جايزه له دې دواړو څخه وګټي.

په دي ډول نو ۳۲  کلن لیونل میسي  په ۲۰۰۹، ۲۰۱۵،۲۰۱۲،۲۰۱۱،۲۰۱۰ م کال کې د سرو زرو توپ ګټلې دې او اوس يو ځل بيا  د ۲۰۱۹ م کال د سرو زرو توپ ګټونکې شو او نړيوال ريکارد يې ټينګ کړ.

ميگن رايینيو او ليونل ميسي ته د سرو زرو توپ جایزه ترلاسه کړهانځور: picture-alliance/Zumapress/J. Moscrop

د رسنيو د رپوټونو له مخې رونالدو په پاريس کې د ورزشکارانو په  محفل کې ګډون ونه کړ، بلکې د ايټاليا په ميلان کې یې په هغه محفل کې گډون وکړ چې په عين وخت کې جوړ شوی وو. د پرتګال دغه لوبغاړې ته، په تير موسم کې د ميلان په محفل کي د ايټاليا د فوټبال ليګ تر ټولو غوره لوبغاړي لقب ورکړل شو. د ښځو د فوټبال لوبغاړو تر ټولو غوره لقب امریکای ميګن راپيينوي خپل کړ.

 د سرو زرو توپ جايزه له ۱۹۵۶ م کال راهیسې هر کال د ورزشي مجلې «فرانس فوټبال» له خوا د نړۍ تر ټولو غوره د فوټبال لوبغاړي ته ورکول کيږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب