1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیبیا نوی صدراعظم وټاکه

۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبه

د لیبیا ملي شورا د پنځو اونیو په جریان کي د دوهم وار له پاره نوی صدراعظم وټاکه. په طرابلس کي د رایو اخیستلو په ترڅ کي د بشري حقونو مدافع علي زیدان وکولای سول د محلي ادارو د اوسني وزیر محمد ال حریري څخه مخته سي. زیدان د مصطفی ابو شاګر ځای ناستی دئ چي تېره اوونۍ له وظیفې څخه گوښه کړل سو. همدارنګه زیدان د معمر القذافي په وخت کي دیپلومات وو، چي په۱۹۸۰کال کی ئې د هغه وخت له حکومت څخه مخ واړاوه، سویس ته ولاړ، او هلته ئې بیا له اپوزیسيون سره په ګډه د قذافي پر ضد فعالیت پیل کړ. د نوي صدراعظم وظیفه به داوي چي په لیبیا کي یو حکومت جوړ کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب