لیونل ميسي په اتم ځل د سرو زرو توپ جایزه وګټله
۱۴۰۲ آبان ۹, سهشنبهد ارجنټاين دغه ۳۶ کلن د فوټبال د تیر فصل د ویاړ دا جایزه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۳۱مه نيټه) په پاریس کې ترلاسه کړه. تېر کال بیا کریم بینزیما دغه جایزه ګټلې وه.
د ميسي لپاره دا جایزه تر بل هر څه ډیر په قطر کې د تیر کال د فوټبال په نړیوال جام کې د هغه د ښې لوبي او فعالیت په نظر کې نیولو سره وکړل شوه. د فوټبال دغه ستوری وتوانید چې ارجنټاین په یاد فصل کې بریا ته ورسوي. لیونل ميسي په یاد نړیوال جام کې اووه ګولونه ووهل او د سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ميسي د سټیج پر سر د ډیویډ بکهم څخه د جایزې ترلاسه کولو پر وخت وويل: «دا د ټول ارجنټاین د ټیم لپاره ډالۍ ده چې موږ ترلاسه کړي ده.»
لیونل ميسي په دې مراسمو کې ډیاګو مارادونا ته اشاره وکړه، چې په حقیقت کې د دوشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۳۰مه د دغه وتلي فوټبالي ستوري د زیږون ورځ وه.
میسي وویل: «ډیاګو ستاسو د زوکړې ورځ دې مبارک شي دا ستاسو لپاره هم ده.»
لیونل ميسي د اتم ځل لپاره د طلا توپ د جایزې د ترلاسه کولو وروسته د خپل پخواني سیال کریسټیانو رونالډو څخه درې ډېر د طلا توپ ګټلي.
د سرو زرو توپ د فوټبال کلنۍ جایزه ده چې د فرانس فوټبال مجلې لخوا د نړۍ د کال غوره فوټبالر ته ورکول کیږي.دا جایزه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ کې ورکړل شوه.
لیونل میسي په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، ۲۰۱۵، ۲۰۱۹، ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو کې دا جایزه ګټلی ده.