1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماسک له خیریه چارو سره دوه میلیارده ډالره مرسته کړې

۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د نړۍ یو له تر ټولو شتمنو کسانو او د موټر جوړونې شرکت ټسلا اجرایي مشر ایلان ماسک، تیر کال په ټسلا شرکت کې له خپلې ونډې څخه نږدې دوه میلیارده ډالره له خیریه موسیسو سره مرسته کړې ده.

USA Kalifornien | Tesla CEO Elon Musk ist im Gerichtssaal in San Francisco
انځور: JUSTIN SULLIVAN/AFP/Getty Images

د سه شنبې په ورځ د بهادار اوراقو او بورس کمېسیون یو سند وښودله چې ایلان ماسک تیر کال د ټسلا شرکت له ونډې څخه خیریه بنسټونو ته ۱،۹۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

ایلان ماسک په يوه کال کې ۲۰۰ میلیارده ډالره بايللي دي

د دې سند پر اساس ماسک له دې جملې څخه شاوخوا د ۱۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ونډه تیر کال د اګست او سپټمبر ترمنځ موده کې مرسته کړې ده. خو دا نه دي ویل شوي چې دغه خیریه مرستې کوم بنسټ یا سازمانونو ته ورکړل شوي دي.

ماسک اوس مهال د نړۍ د دویم شتمن کس په توګه د ټسلا شرکت ۱۳ سنله د اسهامو په خپل اختیار کې لري. ټسلا د هغو خیریه بنسټونو او یا سازمانونو د جزیاتو په اړه ایمیل نه دی ځواب کړی چې دغه مالي مرستې يي ترلاسه کړي دي. ماسک په ۲۰۲۱م کال کې شاوخوا ۵،۴۵ میلیارده ډالره مرسته کړې وه.

له ماسک څخه د برقي موټرو فابریکې جوړولوغوښتنه

کارپوهانو ویلي دي چې ماسک خیریه بنسټونو ته د ټسلا د ونډې له مرستې څخه ګټه پورته کړي، ځکه خیریه بنسټونو ته د اسهامو ورکړه، د نورو ونډو خلاف پر عایداتو د مالیاتو ورکړې ته اړتیا نه لري.

ماسک په ۲۰۱۲م کال د Giving Pledge تړون لاسلیک کړ هغه ژمنه چې له مخې یې میلیاردران حد اقل خپله نیمه سرمایه په خپل ژوندانه او یا هم له مرګ وروسته بشري بنسټونو ته اختصاص کوي.

د ایلان ماسک د انټرنټ پاڼې پر اساس هغه په ۲۰۲۱م کال کې د ماسک بنسټ رامنځته کړ او «د بشریت د ګټې له پاره یي د مصئونې مصنوعي زیرکتیا پراختیا» په خاطر بلاعوضه مالي مرستې وړاندې کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب