1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس: اردوغان سره ليدنه کې جنجالي موضوعات هم مطرح کيږي

۱۳۹۷ مرداد ۱۳, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس غواړي چې آلمان ته د ترکيې د ولسمشر اردوغان د سفر پر مهال ناندرئيز موضوعات هم ياد کړي. دغسې ورته څرګندونې د «سي ډي يو» ګوند عمومي منشي، کرامپ کارنباور هم کړې دي.

Heiko Maas - Bundesjustizminister
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

«تر اوسه لا داسې آلماني اتباع شته چې په ترکيه کې زنداني دي. موږ هيڅ نه شو درک کولای چې ولې همداسې ده.» دغه خبره د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس، د «کولنر شتات آنڅايګر» ورځپاڼې ته کړې ده. سربېره پر دې د سوريې په شمال ختيځ د عفرين په سيمه کې د ترکيې پوځي فعاليتونه به هم آلمان ته د اردوغان د سفر پر مهال مطرح شي. ماس چې د آلمان په سوسيال دموکرات ګوند پورې تعلق لري، البته ټينګار هم وکړ: «په ورته وخت کې دا هم معلومه ده چې: موږ د خپلو متقابلو اړيکو په برخه کې د وضعې عادي کېدل هم غواړو.»

د سفر دقيقه نېټه لا معلومه نه ده

رجب طيب اردوغان به ښايي په مني کې آلمان ته رسمي سفر وکړي. د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير، د ترکيې ولسمشر رابللی دی چا چې په خپل هېواد کې يو ځل بيا ولسمشريزې ټاکنې وړې دي. خو د دغې ليدنې کتنې اصلي نېټه لا معلومه نه ده. دغه سوال هم تر اوسه لا جواب شوی نه دی چې دا به يو دولتي سفر وي چې د پروتوکول له مخې ټول افتخاري مراسم هم ورسره مل وي، که څنګه. د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند سرمنشۍ، انېګرېت کامپ کارنباور، د «راينيشه پوست» ورځپاڼې ته وويل چې آلمان بايد له دغه سفر څخه ګټه واخلي څو په ترڅ کې يې د نظرياتو پرانيستې او انتقادي تبادله وشي. هغې کټ مټ داسې وويل: «موږ بايد د بشري حقونو، دموکراسۍ او حقوقي دولتولۍ په برخه کې شته ستونزې تل په شفاف ډول مطرح کړو، يعنې په دغه مورد کې هم بايد همداسې وشي.»
«اندېښنه مه لرئ»

اردوغان څه نا څه څلور اوونۍ مخکې د ولسمشر په توګه د خپلې بلې کاري دورې په پيل کې لوړه کړې وه. د اردوغان يو اصلي هدف دا دی چې د خپل هېواد اقتصاد پياوړی او د ترکيې پولي واحد ته ثبات وروبخښي چې په تېرو ورځو کې يې ارزښت يو ځل بيا لوېدلی دی. د ليرا پولي واحد په لوېدلو سره اردوغان د خپل هېواد په وړاندې د «اقتصادي جنګ» څخه خبرې کولې. په ورته وخت کې يې په خپلو پلويانو باندې د خوشبينۍ غږ هم وکړ. هغه وويل: «دا يوه اقتصادي جګړه ده. اندېښنه مه لرئ. له همدې کبله به په برياليتوب سره ورڅخه راووځو.»

د ترکيې ولسمشر اردوغان غواړي چې په مني کې آلمان ته سفر وکړيانځور: Getty Images/AFP/P. Stollarz

اردوغان سربېره پر دې په خپلو هېوادوالو باندې يو ځل بيا غږ وکړ چې بهرني اسعار لکه سپما شوي ډالر او يورو دې د ترکيې په پولي واحد باندې بدل کړي. د ترکيې ليرا د چارشنبې په ورځ د امريکا متحده آيالاتو له خوا پر دوو ترکي وزيرانو باندې د بنديزونو تر وضع کولو وروسته په ډېر شدت سره خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. متحده آيالاتو دغه بنديزونه ولګول ځکه چې ترکيې د ۲۰۱۶ کال راپه دې خوا يو امريکايي راهب په توقيف کې ساتلی دی.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب