1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس: د افغانستان په برخه کې د چین او روسيې رول مهم دی

۱۴۰۰ شهریور ۸, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس ويلي دي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرو کې چې په هغه کې له دغه هیواد څخه د خلکو د ایستلو يو پلان هم شامل دی، د چین او روسيې ګډون ته اړتیا ده.

Usbekistan Taschkent |  Bundesaussenminister Maas trifft Abdulaziz Komilov
د آلمان خارجه وزير هایکو ماس (کيڼ لور) له خپل ازبیک سيال عبدالعزیز کاملوف سره په تاشکند کېانځور: Felix Zahn/photothek/picture alliance

داسې اندېښنې هم شته چې د اګست تر ۳۱مې وروسته به هغه افراد چې په پام کې ده له افغانستان څخه بهر وښکل شي، ممکن د طالبانو له لورې وزورل شي. پنځو هیوادونو ته د ماس د سفر موخه هم د پاتې کسانو رايستلو ته د لارې چارې موندل ښودل شوي دي.

هایکو ماس وويل چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه بيړنۍ غونډه چې په پام کې ده نن دوشنبې ناوخته جوړه شي، په هغې کې به معلومه شي چې آيا روسیه او چين همکارۍ ته لیوالتیا لري او که نه.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير د ازبکستان پلازمېنه تاشکند څخه د کتنې پر مهال وويل چې هڅې ادامه لري، «تر څو ټول مهم نړیوال متحدان میز ته راوستل شي، او مهمه ده چې چين او روسیه هم پکې حضور ولري.»

د روسيې او چین سفارتونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو، متحده ایالاتو، بریتانيا او فرانسې خلاف، اوس هم په افغانستان کې خلاص دي.

ماس د افغانستان په تړاو خپل څلور ورځنی سفر د يکشنبې په ورځ له ترکيې څخه پيل کړانځور: Michael Fischer/dpa/picture alliance

تاشکند ته د ماس سفر د افغانستان درو ګاونډیو هیوادونو ته د هغه د سفري پلان يوه برخه ده. په دغو سفرونو کې د خبرو تمرکز له افغانستانه د افرادو د ایستلو پروسې پر ادامې باندې څرخيږي.

ماس به په همدې موخه نن له غرمې وروسته د تاجيکستان پلازمېنه دوشنبې ته ولاړ شي او د سه شنبې په ورځ به د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې یوه غونډه ولري.

دغه درې هیوادونه له افغانستان سره ګډ ځمکني سرحدونه لري او تمه ده چې دا به د هغو افرادو له پاره د لومړنيو مقصد ځایونه څخه وي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه په تيښته کې دي.

آلمان پلان لري چې ۴۰۰۰۰ کسان راوباسي چې په دوی کې د آلمان پوځ پخواني افغان کارکونکي، د افغان حکومت ځيني وزيران، د بشري حقونو فعالان او هغه افراد هم شامل دي چې خاص ډول حفاظت ته اړتیا لري، لکه د بشري حقونو او د ښځو حقونو فعالان او د هغوی د کورنيو غړي.

د افغانانو د ایستلو بهیر - په تاشکند ته له کابله د افغانانو حامل د آلمان د پوځ یوه الوتکه - د اګست ۲۶مه انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

آلمان خپل د تخليې یا د خلکو د ایستلو په ماموریت کې د کابل له هوايي ډګر څخه څه باندې ۵۳۰۰ کسان راوښکل او دغه ماموریت يې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورساوه. ماس د افغانستان درو ګاونډیو هیوادونو ته له سفر کولو دمخه له هغوی سره د مالي او بشري مرستو ژمنې کړې دي.

هغه ويلي دي: «دا زموږ په ګټه ده چې افغانستان له سقوط څخه وژغورو، د ټولې سیمې د بې ثباته کولو څخه.»

هایکو ماس پنځو هیوادونو ته خپل څلور ورځنی سفر د يکشنبې په ورځ له ترکيې څخه پيل کړ، هغه هیواد چې د مهاجرو په کوربه توب کې رول لري. دی به همدا ډول قطر ته هم ولاړ شي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالبانو سیاسي دفتر چې د مخه فعال شوی د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزارت حيثیت لري. په دغه دفتر کې تر دې وړاندې آلماني مرکچي، مارکووس پوتڅل له طالبانو سره له کابل څخه د افرادو د رایستلو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې درلودلي دي.

ماس له تاشکند څخه د لیدنې پر مهال دا هم وویل چې د افغانستان په اړه داسې یو کنفرانس په نظر کې نیول شوی وو چې په هغه کې ټول ګاونډي هیوادونه اشتراک ولري.