1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافریقا

مالي: د وسله والو په برید کې لسګونه کسان وژل شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعه

په مالي هیواد کې د شکمنو افراطي اسلامپالو له خوا په دوو بیلا بیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان او ۱۵ تنه نظامیان وژل شوي دي.

Mali | Soldat mit Ak-47
سخت دریځه اسلامپاله وسله والو پر یوې پوځي اډې او نایجر سیند کې پر یوې مسافر وړونکې کښتۍ برید کړیانځور: KENZO TRIBOUILLARD/AFP/Getty Images

په لویدیځ افریقایي هیواد ماليکې د پنجشنبې (د سپتمبر ۷ نیټه) په ورځ سخت دریځه اسلامپاله وسله والو پر یوې پوځي اډې او نایجر سیند کې پر یوې مسافر وړونکې کښتۍ برید کړی او لږ تر لږه ۶۴ تنه یې وژلي دي.

دولتي چارواکو ويلي دي چې شکمنو وسله والو دوه جلا جلا بریدونه کړي دي. هغوې لومړی برید په ټمبکټو ته نږدې نایجر سیند کې پر یوې کښتۍ او دویمبرید یې په شمالي کلیوالي سیمې «بامبا» کې پر یوې کښتۍ کړی. د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغو بریدونو کې ۴۹ ملکیان او ۱۵ تنه عسکر وژل شوي دي.

حکومت وایي چې د (جي این آی ایم) په نامه اسلامي وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسئولیت منلی دی. دغه افراطي ډله د القاعده پورې د تړلې وسله والې ډلې یوه برخه ده.

د مالي حکومت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ځواکونو یې په ځوابي عملیاتو کې نږدې ۵۰ تنه بریدګر وژلي دي.

د اعلامیې په اساس په دغو بریدونو کې د ملکي خلکو د وژل کیدو له کبله له جمعې ورځې څخه د درو ورځو له پاره ملي ماتم اعلان شوی دی.

د دغو بریدونو په اړه تر اوسه پورې نور کوم معلومات ورکړل شوي؟

مخکې تر دې د مالي پوځ په ټولنیزو رسنیو کې ویلي وو چې ټمبکټو ته نږدې پر یوې کښتۍ «وسله والو ترهګرو» برید کړی دی. د دې کښتۍ یوه تنظیمونکي کمپنۍ »کومانو« په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې د کښتۍ انجن لږ تر لږه د درو توغندیو په وسیله په نښه کړای شوی دی.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳م کال کې په دغه هیواد کې سوله ساتي ځواکونه ګمارلي ووانځور: Nicolas Remene/Le Pictorium/MAXPPP/dpa/picture alliance

ټمبکټو کې وسله والې ډلې د اګست له وروستیو څخه دغه سیمه محاصره کړې ده، په داسې حال کې چې د مالي پوځ دې سیمې ته مرستې لیږلي دي. وسله وال د مالي صحرایي ښار ته په پرله پسې ډول د لومړنیو اړتیاو توکو د رسونې مخه نیسي.

دغه خونړي بریدونه په داسې یوه وخت کې شوي دي، چې ملګرو ملتونه د حکومت په غوښتنه د (MINUSMA) د سوله ساتې ځواکونو ۱۷۰۰۰ عسکرو د بیرته ور غوښتلو له پاره امادګي نیسي. دغه پوځیان باید د روان کال تر پای پور په بشپړ له مالي څخه ووځي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳م کال کې په دغه هیواد کې سوله ساتي ځواکونه ګمارلي وو، خو مینوسما په نړۍ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو خطرناک ماموریت ثابت شو. د دې ماموریت پر مهال یې تر ۳۰۰ ډیر عسکر ووژل شول.

په مالي کې مخ پر زیاتیدونکي نا امنۍ د لویدیځ افریقا ساحل په سیمه کې بې ثباتي زیاته کړې ده. له ۲۰۲۰ کال وروسته په مالي کې دوه ځله پوځي بغاوت شوی دی. پوځ وایي چې د جهادي تشدد ختمولو ته ژمن دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب