1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالډیف خپل سفیر له طالبانو سره د لیدنې له امله ور غوښتی دی

۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبه

د مالډیف حکومت په اسلام اباد کې خپل جګپوړی دیپلومات د طالبانو له یوه ډیپلوماټ سره د "بې اجازې" لیدنې له امله دغه هېواد ته رابللی دی. دا غونډه درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې شوې وه.

مالدیف هغه حکومت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي په رسمیت پېژني.
مالدیف هغه حکومت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي په رسمیت پېژني.انځور: BUTENKOV ALEKSEY/Zoonar/picture alliance

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د دغه سفارت سرپرست احمد شکېب په اسلام اباد کې د مالډیف له عالي کمېشنر محمد طحه سره وکتل.

د مالډیف د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په اسلام اباد کې د دوی عالی کمیشنر محمد طحه، د بهرنیو چارو وزارت له اجازې پرته له طالب ډیپلوماتانو سره کتلي دي. یاد وزارت په خپلې اعلامیه کې ویلي: «د مالډیف حکومت به په دې اړه مناسب ګام پورته کړي.»

که څه هم په دې اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو رسمي سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې مالډیف په اسلام اباد کې خپل لوړ پوړی دیپلومات د دې لیدني له امله بیرته خپل هیواد ته ورغوښتی دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې سفارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د مالډیف یاد ډیپلومات غواړي "له افغانستان سره ټینګې او نږدې اړیکې جوړې کړي."

مالدیف چې یو اسلامي هېواد او په جنوبي اسیا کې تر ټولو کوچنی جمهوریت دی، په دې اعلامیه کې ویلي دي چې کله د یوه هېواد د استازیتوب خبره راپورته کېږي، د ملګرو ملتونود عمومي اسامبلې له اصولو سره سم عمل کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې سره ځانګړې مرکه

13:09

This browser does not support the video element.

د مالډيف د بهرنیو چارو وزارت یاده اعلامیه کې دا هم کاږي چې، «د دې اقدام سره سم، مالدیف د افغانستان هغه حکومت په رسميت پيژني چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي.»

که څه هم طالبان په افغانستان کې له درېیو کلونو راهيسي واک په لاس کې لري، خو هېڅ هېواد د دې ډلې واکمني د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه ده پېژندلې.

له دې سره سره طالبانو له یو شمېر هېوادونو سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې او د سیمې ځینو هېوادونو د طالبانو د ادارې ډیپلوماتان منلي دي.

پاکستان، چین، روسیه، ایران او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې د لوېدیځ سفارتونه تړل شوي دي.

N/z/Sh/A (AFP)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب