«مالیزیایي الوتکه په توغندي ویشتل شوې وه»
۱۳۹۴ مهر ۲۱, سهشنبهد هالند د خوندیتوب د کمیټې مشر تجیبي جوسترا، د دغه هیواد له «خلیزه رین» هوايي اډې څخه د سه شنبې په ورځ هغه رپوټ وړاندې کړ چې د تیر کال جولای میاشتې پر ۱۴مه نیټه په اوکراین کې د مالیزیا هوایي شرکت د یوې الوتکې د لویدو په اړه جوړ شوی دی.
هغه وویل: «MH17 ځکه سقوط کړی دی چې د هغې کیڼ اړخ ته یو توغندی چاودیدلی دی.» د دغه چارواکي په خبره دغه توغندی د ختیځ اوکرین له ۳۲۰کیلو متر مربع سیمې څخه توغول شوی دی.
دغې الوتکې هغه وخت سقوط وکړ چې له امستردام څخه د کولالامپور پر لور روانه وه. په الوتکه کې سپاره ټول ۲۹۸کسان چې ډیر شمیر یې هالندیان وو د پیښې له کبله ووژل شول. الوتکې د سقوط پر مهال د اوکراین پر هغې سیمې باندې پرواز کاوه چې د بیلتون غوښتونکو په کنترول کې وه.
د څیړنو په حواله د پیښې په ورځ پر دې سیمې باندې ۱۶۰د هوایي شرکتونو الوتکو پرواز کړی وو. جوسترا ویلي دي چې ټولو الوتکو د کړکیچ سیمې پر فضا باندې پرواز کاوه ځکه داسې اندیښنې چې د هوایي شرکتونو الوتکې دې له ګواښ سره مخامخې وي، موجودې نه وې.
د هالند د خوندیتوب کمیټې مشر همدارراز ویلي دي چې په دې برخه کې کافي شواهد په لاس کې وو چې د اوکراین حکومت د ختیځ اوکراین فضا پر هوایي شرکتونو بنده کړي. هغه ټینګار کړی دی چې اوکراین د دغه احتیاطي اقدام په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.
د قربانیانو کورنیو ته ویل شوي دي چې د الوتکې سپرلي کیدای شي د توغندي تر لګیدو وروسته بې هوشه شوي وي. د پیښې په اړه په جوړ شوي رپوټ کې راغلي دي: «د هالند د خوندیتوب کمیټه فکر کوي چې د الوتکې سپرلې ښايي د وضعیت په ارزولو نه وي توانیدلي.» په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د الوتکې سپرلې د توغندي تر لګیدو وروسته په عمدي توګه کارونه نه دي ترسره کړي.
لا تر اوسه پورې دغې پوښتنې ته ځواب نه دی موندل شوی چې دغه توغندی د چا له خوا توغول شوی دی. د اوکراین حکومت او یو شمیر لویدیځ هیوادونه ادعا کوي چې دغه توغندی د روسي پلوو بیلتون غوښتوونکو له خوا توغول شوی دی.
تر دې مخکې د هالند لومړي وزیر ویلي ویلي وو چې دغه رپوټ د پیښې د حقیقت د موندلو په لور یو مهم ګام دی. هغه ټولو پوښتنو ته د ځواب موندلو په موخه د حوصلې غوښتنه کړې ده.
د روسیې څیړنې متفاوته پایله ښيي
دا په داسې حال کې د توغندیو د یوه روسیي دولتي شرکت څیړنې بیا و سه شنبې ورځې پایلې ردوي. د دغه شرکت مشر ویلي دي چې د هغوی د څیړنو له مخې که دغه الوتکه د یوه توغندي په واسطه رالویدلي وي نو توغندی له داسې یوې سیمې توغول شوی دی چې هغه وخت د اوکرایني ځواکونو تر کنترول لاندې وه.