په هندوستان کې ۲۳ تنه سیاستوال وژل شوي دي
۱۳۹۲ خرداد ۵, یکشنبهد پولیسو د وینا له مخې ماویستي یاغیانو د شنبې د ورځې په دغه برید کې چې پر مرکزی آیالت چتیس ګړهـ کې تر سره شوی دی، شاوخوا ۲۰۰ تنو په کې برخه اخیستې ده. برید کوونکو په لومړي سر کې سړک بند کړی وو، بیا یې بمي چاودنه تر سره کړه او د تیښتې تر مخه یې پر دغه کاروان ډزي کړي دي. دغه کتار د یوې ګوندي غونډې وروسته بیرته د راستنیدو په حال کې وو.
د آیالتي پولیسو مشر رامني واس، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اوسه د ټولو وژل شوو کسانو شمیر ۲۳ تنه دی. موږه دا خبره هم تاییدوو چې ۳۲ کسه ټپیان شوي هم دي، چې د ډیرو کسانو امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی.»
ویل شوي دي چې په وژل شوو کسانو کې د کانګرس ګوند پنځلس تنه مشران او کار کوونکي شامل دي، چې په کې د چتیس ګړهـ د کانګرس ایالتي مشر نند کمال پټیل او د هغه زوی هم شامل دی.
د کانګرس ګوند د چتیس ګړهـ په ایالت کې مهم اپوزیسیون دی او همداشان په مرکزي سطحه هم اساسي رول لري.
د کانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندهي ویلي دي چې دغه برید دوی ته ټکان ورکړی دی. هغه دغه برید د هندوستان په دموکراتیکو ارزښتونو باندې «بزدلانه» عمل بللی دی.
سونیا ګاندهي د لومړي وزیر منموهن سنګهـ سره تر بیړنۍ لیدنې وروسته دغه څرګندونې کړي دي. د برید وروسته منموهن سنګهـ، ایالتي مشر ران سنګهـ ته د هر رنګه «اړینې مرستې» د ورکولو ژمنه کړې ده. د هندوستان لومړي وزير، منموهن سنګهـ تیره میاشت ماويستان د خپل هېواد تر ټولو لوی امنيتي ګواښ وباله.
په هندوستان کې ماویست یاغیان وایي چې دوی د قبایلي خلکو او بې ځمکو بزګرانو د حقوقو له پاره جنګیږي. د هندوستان د کورنیو چارو وزارت د اټکلونو له مخې په زرونو ماویست یاغیان د دغه هیواد ۲۰ څخه تر ۲۸ ولایتونو کې فعاله دي.