1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون د سعودي له وليعهد سره وکتل

۱۴۰۰ آذر ۱۴, یکشنبه

د خبريال خاشقچي تر وژنې وروسته په لومړي ځل يوه غربي دولت مشر سعودي عربستان ته سفر کړی دی. ماکرون هر ډول نيوکې بې ځايه هم بللې دي.

Saudi-Arabien | Besuch französischer Präsident Emmanuel Macron
د فرانسې ولسمشر، امانيول ماکرون د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره انځور: Saudi Press Agency/dpa/picture alliance

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون نيوکو ته په غبرګون کې ويلي دي چې دا سمه نه ده چې دی د سعودي ژورناليست، جمال خاشقچي، تر وژل کېدو وروسته دغه هېواد ته د سفر له لارې هغه ته بېرته »ټولنيز مشروعيت« وربخښي او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ته هم »مشروعيت« ورپه برخه کوي.

ماکرون وويل چې د خليج د تر ټولو ستر هېواد سعودي عربستان سره ديالوګ او خبرې اترې يوه اړتيا ده. د هغه په خبره هلته »د ټولې سيمې پر راتلونکي« پرېکړه کيږي او دا چې له سعودي عربستان څخه په انکار کولو سره د سيمې بېلابېل کړکېچونه حل کېدای نه شي. نوموړی دغه هېواد حياتي هم بولي څو له ايران سره يو سيمه يز د سولې تړون رامنځ ته کړل شي.

سعودي عربستان ايران ته د اصلي دښمن په توګه ګوري چې هڅه کوي نفوذ يې په شا وتمبوي. د سعودي عربستان شاهي نظام همداراز د ماکرون په نظر د اسلام پالو افراطيانو په وړاندې په مبارزه کې هم يو متحد دی. فرانسه سعودي عربستان ته يو تر ټولو ستر وسلې صادرونکی هېواد هم دی.

ماکرون: پر حساسو موضوعګانو هم خبرې وشوې

له دې سره جوخت ماکرون ټينګار هم وکړ چې د لبنان د کړکېچ په هکله مفصلې خبرې وشوې. د رياض په مشرۍ په يمن کې د پوځي ماموریت پر ضد د يوه لبناني وزير د انتقادي څرګندونو له کبله د اکتوبر مياشتې په پای کې هم د سعودي عربستان او لبنان تر منځ اختلاف راپورته شوی وو.

د فرانسې ولسمشر له ليدنې وروسته په تاکيد سره وويل چې د بشري حقونو د مسالې په څېر حساسې موضوعګانې هم مطرح شوې دي. دا چې د خاشقچي قتل هم مطرح شو، که نه، په دې هکله ماکرون څه ونه ويل. د متحده آيالاتو حکومت په فبرورۍ کې داسې يو استخباراتي راپور نشر کړ چې پکې ويل شوي چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان، د خاشقچي په قتل کې لاس لري. خو شاهزاده سلمان خپله دغه خبره رد کړې ده.

خاشقچي د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې د ترکيې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې لادرکه شوی وو. وروسته معلومه شوه چې هغه د رياض د يوې ځانګړې کومانډو له خوا په قتل رسېدلی وو. د دغه ژورناليست مړی تر ننه پورې ورک دی. خاشقچي د امريکا له متحده آيالاتو څخه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له پاره تبصرې خپرولې چې پکې تل پر بن سلمان باندې نيوکې کېدې.

د اماراتو له پاره فرانسوۍ جنګي الوتکې

ماکرون د جمعې په ورځ د يوه دوه ورځني سفر له پاره سيمې ته رسېدلی وو. د هغه هدفونه د سعودي عربستان تر څنګ متحده عربي امارات، قطر او دبۍ هم وو. له ده سره مل يو اقتصادي پلاوی او د کابينې غړي هم دي، د نورو تر څنګ د اقتصاد وزير، برونو لې مير او د دفاع وزيره، فلورنس پارلي ورسره خليج ته تللي دي.

فرانسې له متحده عربي اماراتو سره د مليارډونو په ارزښت د جنګي الوتکو يو تړون هم لاسليک کړ. هغه د فرانسې د »داسو آوياسيون« د شرکت د ۸۰ رافال ډوله جنګي الوتکو په سر يو تړون وو. د فرانسې د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې دغه تسليحاتي تړون تر ۱۶ مليارډه يورو پورې ارزښت لري چې تر دې دمه د دغې جېټ الوتکې تر ټولو ستر صادراتي فرمايش دی.

آ./ن.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب