ماکرون د هغې نجلۍ دفاع وکړه چې اسلام ته يې سپکاوی کړی
۱۳۹۸ بهمن ۲۵, جمعهماکرون د «لې دوفين ليبرې» ورځپاڼې ته ويلي دي چې د فرانسې قانون صراحت لري او سړي ته اجازه ورکوي چې «پر دينونو انتقاد وکړي او کاريکاتور يې جوړ کړي.»
د ليسې يوې زده کوونکې ميلا په انترنېټ کې د ايستاګرام له لارې د اسلام په هکله له ښکنځلو ډکه يوه ويډيو خپره کړې وه چې ډېره لاس پر لاس شوې هم ده.
هغې ويلي دي چې »اسلام د کرکې دين دی او کثيف دی«. دغې همجنسبازې زده کوونکې د خپلو څرګندونو له مخې يوه مسلمان ته په دې ډول غبرګون ښودلی وو، ځکه چې نوموړي هغې ته د دې د همجنسبازۍ له کبله هم سپکاوی کړی وو او دا يې يوه »کثيفه همجنسبازه« بللې وه. ورپسې دغې ۱۶ کلنې نجلۍ ته په انترنېټ کې د قتل او ورباندې د جنسي تېري ګواښونه وشول. ميلا له دې کبله په اوونيو اوونيو مکتب ته نه شوای تللی او پوليسو يې هم حفاظت پر غاړه اخيستی دی.
ماکرون په زغرده د ميلا دفاع وکړه
د فرانسې ولسمشر ماکرون د دغې قضيې په هکله ويلي دي چې «ميلا يوه ځوانه پېغله» ده. د هغې په خبره «موږ بايد په ښوونځي، د هغې په ورځني ژوند او د سفرونو پر مهال» د هغې حفاظت تضمين کړو.
ماکرون ټينګار وکړ چې کم سنه کسان بايد «په انترنېټ کې د غوسې او فشارونو له نوو بڼو څخه وژغورل شي.» دغه زده کوونکې د فرانسې د ختيځ ايزېر نومي دېپارتمان (ولسوالۍ) ده. هغه «مقدساتو ته د سپکاوي پر حق» ټينګار کوي، خو د خپلو څرګندونو د «بدې لهجې او لحن» له کبله يې بخښنه وغوښته.
په فرانسه کې د ۱۷۸۹م کال له انقلاب راهيسې «مقدساتو ته سپکاوی» جرم نه بلل کيږي. خو خاصو افرادو يا يوې ډلې ته سپکې سپورې بيا منع دي.
AFP/ns/nz