نوموړي د TF1 und LCI په نوم تلويزيونونو خبريالانو ته په دغه ۷۲ دقيقه يي مرکه کي وويل: «زه هغه څه کوم، څه چي وايم. دا ډېره نوې ده.» هغه وويل چي د اصلاحاتو پايلي به يې په «دوو کلونو کي» څرګندي سي. هغه زیاته کړه چي د بې روزګارانو په شمېر کي تر مخه لا کمښت راتلل پېل سوی دی.
زموږ له ارشيف څخه:
اروپا ته د رسېدو له پاره تر «مرگوني لاري» تيريدل
ځيني ځوان مهاجر د ښه ژوند کولو له پاره اروپا ته د تگ «مرگونې لار» غوره کوي. که هغوی روغ رمټ هم ورسيږي، کيدای سي چي ونيول سي او بيرته ولېږل سي. خو دوی بيا هم دغه کار کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
په ځنگلونو کي
څو تنه افغان مهاجر له دې ويري چي پوليس ئې و نه نيسي، د فرانسې پر لور يوه ۱۲ کيلومتره لنډ ځنگلي خو «مرگونې لار» غوره کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
مخفي لار
ځيني مهاجر د ايټاليا له «ونتيميلا» ښار څخه د فرانسې «منتون» ښار ته د رسېدول له پاره پر پښو له دغو تونلونو يا د اورگاډي د پټلۍ بغل نيسي يا پر غرونو ور اوړي. خو د دغو لارو هره يوه چي انتخاب کړي د مرگ خطر ورسره تړلی دئ.
انځور: DW/F.Scoppa
ډير مهاجر پر هغو لويو لارو چي فرانسې ته رسيږي خپل سفر ته دوام ورکوي. خو هغوی په دې انتخاب له خپل ژوند سره لوبي کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
د دوی ډېری هيڅ معلومات نه لري چي پر دغه «مرگونې لار» څه پيښيدای سي. هغوی له ځانه سره هيڅ خواړه او اوبه نه لري، نو د ځنگله له اوبو او وښو څخه کار اخلي.
انځور: DW/F.Scoppa
مهاجر پر لاري باندي په هغو ځايونو کي استراحت کوي چي بزگرانو جوړ کړي وي. دوی خپل زاړه يا خيرن کالي دلته پريږي او پاک اغوندي څو د فرانسې د پوليسو له شکه ځان وساتي.
انځور: DW/F.Scoppa
دلته د فرانسې او ايټاليا ترمنځ سرحد کي د لار ښووني يو بيرغ ښکاري څو خلک پوه سي چي دوی له کومه ځايه تيريدای سي. د فرانسې حکومت تر دوهم نړيوال جنگ وروسته له ايټاليا څخه د مهاجرو د راتگ د مخنيوي په موخه دغه اغزن ديوال جوړ کړ.