1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون: فرانسه به د اوکراين ملاتړ ته دوام ورکړي

۱۴۰۱ خرداد ۲۷, جمعه

د فرانسې ولسمشر وايي هیواد ېې د امکان تر حده د اوکراين ملاتړ کوي، تر څو ېې روانه جګړه ګټلي وي. م.م. په سيويرودونيڅک کې پر سخت بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او بريتانيا وايي په زرونو میلیونران له روسېې څخه د وتلو هڅې کوي.

Ukraine | Olaf Scholz und Wolodymyr Selenskyj
انځور: Sergei Supinsky/AFP/ Getty Images

ماکرون: فرانسه به د اوکراين ملاتړ ته دوام ورکړيد فرانسې ولسمشر، امانويل مکرون، په یوه مرکه کې ويلي دي چې هيواد به ېې د خپل توان تر حده د اوکراين ملاتړ کوي، تر څو اوکراين په دغه هیواد کې روانه جګړه ګټلي وي. د رويټرز په حواله، مکرون فرانسوي تلويزیون BFM سره په مرکه کې وويل چې فرانسه به له اوکراین سره ټول هغه څه ترسره کړي چې له روسېې څخه د جګړې په ګټلو کې مرسته کوي.

مکرون همدارنګه ويلي دي چې هغه به د روسېې له ولسمشر، ولاديمير پوتين سره خبرو ته «هر هغه وخت چې ګټورې وې» ادامه ورکوي.

د فرانسي ولسمشر امانويل ماکرون د پنجشنبې په ورځ د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ، د ايټاليا صدراعظم ماريو دراګي او د رومانيا له ولسمشر کلاوس يوهانيس سره د اوکراين پلازمېنه کيف ته تللی وو او هلته يې له ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي سره وکتل او هغه ته د ملاتړ ډاډ ورکړ. تر دې مخکې د آلمان، فرانسې او ايټاليا رهبرانو باندې له اوکراين څخه د نهایت محتاطانه ملاتړ په خاطر نيوکې شوي دي.

فرانسه نور له روسي څخه ګاز نه واردوي

فرانسه به سر د جون له ۱۵مې له روسېې څخه د پایپلاين له لارې طبيعې ګاز وارد نه کړيانځور: Maxim Shemetov/REUTERS

په عین وخت کې د ګازو فرانسوي شرکت، جي آر تي ګاز، د جمعې په ورځ وويل چې فرانسې د جون له ۱۵مې راهیسې له روسېې څخه د پایپلاين له لارې طبيعې ګاز نه دي ترلاسه کړي. جې آر تي ګاز، دغه خبره وروسته له هغې کړې چې روسېې همدا روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې اروپا ته به د ګازو د صادراتو کچه په شدیده توګه راکمه کړي.

د روسېې ګازپروم شرکت د نوردستريم پايپ لاین له طریقه اروپا ته د صادراتو د کمولو دليل، په دغې شبکه کې ترمیماتي چارې ښودلی، خو د اروپايي اتحادېې چارواکي بیا په دې باور دي چې مسکو په دې کار سره د اوکراين متحدینو ته سزا ورکوي.

د اوکراین په ختيځ کې ناوړه بشري وضعیت

اوکراین وايي د سيويرودونيڅک ښار په ازوت کيماويي کارخانه کې په سلونو ملکيان په خطرناک وضعیت کې دي. اوکراين د جمعې په ورځ وويل د دغو ملکيانو رایستل یا تخليه يوازې د یو «بشپړ اوربند» په صورت کې امکان لري.

د لوهانسک والي، سرګي ګايدای پر ټولنيزې شبکې ليکلي دي: «په اوس وخت کې د پر له پسې ډزو او جګړو له کبله له کارخانې څخه وښکل ناممکنه او په فزيکي توګه خطرناک دی. په دغې کارخانه کې د ۳۸ ماشومانو په ګډون، ۵۶۸ کسان موجود دي.»

د آلمان، فرانسې او ايتالیا مشران په اورګاډي کې د کيف پر لورانځور: Michael Fischer/dpa/picture alliance

والي زیاته کړې ده: «له کارخانې څخه وتل، يوازې د بشپړ اوربند په صورت کې امکان لري.» سيويرودونيڅک د اوکراين په ختيځه سیمه لوهانسک کې تر ټولو لوی ښار دی چې لا هم د اوکرايني ځواکونو په لاس کې دی. دغه ښار له څو اوونيو راهیسې د روسي ځواکونو تر درنو حملو لاندې دی.

د آلمان خبري آژانس بیا د اوکراين د دفاع وزارت له قوله وايي چې په سيويرودونیڅک کې د آزوت کیمياوي کارخانه د روسيي ځواکونو د درونو حملو په نتيجه کې تقریباً په بشپړه توګه تخریب شوې ده. د لوهانسک والي پر ټيلګرام ليکلي دي چې هلته نور داسې کومه منظمه اداري ودانۍ شتون نه لري.

والي د روانې اوونۍ په پيل کې ويلي ول چې په دغه ښار کې شاوخوا لس زره کسان پاتې دي.

ملګري ملتون: د اوکراین په ختيځ کې بشري وضعیت ډير خراب دی

د ملګرو ملتونو سازمان هم د اوکراين په ختيځ کې پر بشري وضعیت شديده اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان د جمعې په ورځ وويل چې د اوکراين په ختيځ کې بشري وضعیت «نهایت خبردارورکونکي» حالت ته رسيدلی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د ملګرو ملتونو بشري آژانس، اوچا، په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «له نژدې څلورو مياشتو راهیسې چې جګړه پيل شوې، بشري وضعیت په ټول اوکراين په ځانګړې توګه په ختيځه سیمه دونباس کې فوق العاده خبردار ورکوونکی او په چټکۍ د لا خرابیدو په حال دی.»

په سيورودونيڅک کې د آزوت کیماوي کارخانهانځور: Oleksandr Ratushniak/Reuters

په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې وضعیت په ځانګړې توګه د سيويرودونيڅک په شاوخوا کې ډېر خراب دی او په دغه ښار کې، «پاکو اوبو، خوړو، روغتيايي خدماتو او برېښنا ته لاسرسی کم شوی دی.»

اوچا وايي د اوکراين په ختيځ کې د جګړو د شدت له کبله د ملکيانو تلفات لوړ دي چې په هغو کې مرستندويه کارکوونکي هم شامل دي. په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې د «د ټولو لویو ستونزو باوجود، ملګري ملتونه او بشري سازمانونه توانیدلي دي چې د جګړې له پیل راهیسې په ټول اوکراین کې شاوخوا ۸ اعشاريه ۸ ميلیونه وګړو ته رسيدګي وکړي.»

ميليونران له روسېې څخه د وتلو هڅې کوي

رويټرز خبري آژانس د جمعې په ورځ د بریتانیا د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړ چې ارقام ښيي په زرونو ميليونران له روسېې څخه د وتلو هڅه کوي. زیاته شوې چې له روسېې څخه د سوداګرو او اليګارشي ټولنې د وتلو سبب جګړه وي.

د بریتانيا دفاع وزارت په دې هکله ليکي: «د مهاجرت درخواستونه ښيي چې ۱۵۰۰۰ روسي ميلیونرانو په احتمال سره وار دمخه [له روسېې څخه] د وتلو هڅې کړي دي.»

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب