د ماېکرو سافت منیجر جان لمبيرت «وال ستريت ژورنال» ته ويلي دي چې له دې ساېبري بريدونو څخه د شرکتونو په زرونو کارکوونکي اغیزمن شوي دي. د هغه په خبره د شرکتونو محرم معلومات غلا شوي او يا هم له منځه وړل شوي دي.
آلماني شرکتونه هم په نخښه شوي
زياته شوې چې له دې بريدونو څخه په آلمان، سعودي عربستان، بريتانيا، هند او امريکا متحده ايالاتو کې پر نورو سربيره د تېلو او طبعیي گازو شرکتونه، ماشين جوړونکي شرکتونه او همدا راز نور نړيوال فعاله شرکتونه اغیزمن شوي دي. د ماېکروسافت مدیر له دې کبله د څو سوه ميليونو ډالرو د زیان اوښتو خبره کوي.
د معلوماتو غلا او ساېبري بريدونه
پر ايران په زیاته بیا د امريکا متحدو ايالاتو له خوا په تیرو وختونو کې هم د څو وارې د ساېبري بريدونو تورونه لگول شوی دی. خو د ايران حکومت تل دغه تورونه رد کړي دي. د حکومت له خوا ويل شوي چې ايران په هيڅ دا ډول فعاليتونو کې لاس نه لري.
د ماېکروسافت په حواله پر شرکتونو دا ساېبري بريدونه د يوې ډلې له خوا شوي چې د سافت ویر شرکتونو کارپوهان یې د «هولميوم» په
نامه يادوي. کارپوهان د يو برخه هېکري بريدونو پړه پر دې ډله ور اچوي او د نورو له پاره APT33 ډله گرم بولي.
زموږ له آرشيف څخه:
سايبري هېکري بريد څه شی دی؟ ـ انځوريز راپور
سايبري بريدونه د کمپيوتري قلفونه ماتوونکو يا هېکرانو له خوا تر سره کيږي. په دغه انځوريز راپور کي د سايبري بريدونو د لاملونو او اړخونو په تړاو نور معلومات لوستلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/MAXPPP/A. Marchi
تعريف
سايبر بريد د سره وصل سوو کمپيوترونو پر جال باندي قصدي حملې ته ويل کيږي. په زياتو مواردو کي دغه تعريف يوازي پر لويو کمپيوتري جالونو يا نېټ ورکس باندي د بريدونو له پاره صدق کوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: picture-alliance/blickwinkel
نا معلوم کسان
زيات وختونه سايبري بريد کوونکي کسان د پردې تر شا عمل کوي او خپل اصلي هويت او موقعيت نه بربنډوي.
انځور: Reuters/Dado Ruvic
کمپيوتري کارپوهان
د کمپيوترونو قلف ماتوونکي چي د سايبري بريدونو له پاره اړين وي، د کمپيوتري امنيتي نظامونو کارپوهان وي. هغوی د کمپيوترونو د چلوونکو سيسټمونو کمزورۍ پيدا کوي او د هغو کمزوريو له لاري کمپيوترونه يا د کمپيوترونو جالونه هېک کوي.
انځور: picture-alliance/dpa
نړيوال سازمانونه
د سايبر يا انټرنټي مداخلو له لاري خصوصي کسان يا ډلې هم زهيرول کيدلای سي. د دغه ډول زهيرونو د مخنيوي له پاره دولتي او نړيوال سازمانونه هم وجود لري چي يو يې د ډيجيټل حقونو د بنسټ نړيوال سازمان دی.
انځور: Digital Rights Foundation
بريدګر
سايبري بريد د يو کس، يوې ډلې، يا حتی دولتي ځانګړو ادارو له لاري تر سره کېدلای سي.
انځور: picture alliance/blickwinkel/McPHOTOs
امنيتي ادارې
تقريبا ټول پرمختللي دولتونه خپل ځان ته د سايبري امنيت ساتنې له پاره ځانګړي دولتي ادارې لري. په دې ترڅ کي د بېلګي په توګه د آلمان پوځ د «ابوېر» ځانګړی مرکز هم لري.