د عراق فلوجه ښار په وروستیو وختونو کې د «اسلامي دولت» ډلې له کنترول څخه آزاد شو. د دغو عملیاتو په ترڅ کې ډیر شمیر خلک د لوږې او تندې ښکار شول. ام عصام هم د دغو کسانو له ډلې څخه یو وو.
انځور: Reuters/Th. Al-Sudani
اعلان
د ام عصام پنځه کلن زوی هغې ته وایې: «مورې ما ووژنه!» دغه هلک ځکه دا غوښتنه کړې وه چې هغه ډیر وږې وو او دا درد یې نور نه شو زغملی. ام عصام وویل چې که یو وار له فلوجه څخه د تیښتې موقع ترلاسه کړي بیا به هیڅ کله هم بیرته ورنه شي.
ام عصام وایې: «زه ویریدلې وم. هر لور ته خلکو د خپل ژوند د ژغورنې له پاره منډې وهلې. زما په نس کې دوه غبرگونکي ماشومان ول.»
دغه میرمنه زیاتوي چې هغې د خوراک له پاره هیڅ نه درلودل او کله چې له لوږې څخه ډیره وزوریده، نو روغتون ته یې مخه کړه. ام عصام د نهو ماشومانو مور ده.
نوموړې اوس د فلوجه د پوځي عملیاتو پر مهال د بې کوره شویو کسانو له پاره په جوړ شوي یوه مرکز کې اوسیږي. دا کمپ د ناروې د یوې خیریه ټولنې له خوا پر مخ وړل کیږي. ام عصام وایې: «هوا گرمه ده او ډوړي دي. دلته د خوراک څښاک د توکو کمښت دی، خو موږ گوزاره کوو.»
دغه کړیدلې او زوریدلې مور نه غواړي بیرته فوجه ته ستنه شي، ځکه چې په لومړي سر کې امریکایانو، بیا القاعدې، تر هغه وروسته داعش او اوس لوږې په فلوجه کې ژوند ناممکنه کړی دی.
هغه وایي: «ما ته معلومه نه ده چې په راتلونکې کې به وضعه څرنگه وي، خو دا ښار برباد شوی دی. د دی له پاره زه نه غواړم بیرته ولاړه شم.»
په فلوجه کې پوځي عملیات پای ته رسیدلي دي او د داعش جنگیالي له ښار څخه تښتیدلي دي خو په ښار او شاوخوا سیمو کې یې بشري وضعه کړکیچنه ده. عراقي پوځ تیره یک شنبه د فلوجه د آزادولو اعلان وکړ.
انځورونه: داعش رمادي ښار څرنگه ونيو
پر رمادي ښار باندي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په يرغل سره له دغه ښاره په زرونو انسانان په تېښته کي دي. رمادي چي د عراق د انبار ولايت مرکز دی له سوريې، سعودي عربستان او اردن سره اوږد سرحد لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Kadim
په انبار ولايت کي د تروريستي ډلي «اسلامي ولت» د پرمختگ پر مهال د دغه ولايت د مرکز کنترول د وسلي خلکو په لاس کي وو، او د امريکا او د متحدانو له هوايي بمباريو سره سره «اسلامي دولت» ډلي پرمختگ ته دوام ورکړ.
انځور: Reuters/Stringer
د «اسلامي دولت» ډلي جنگياليو د می مياشتي پر ۱۴ نېټه پر رمادي باندي يرغل پيل کړ او په څو ورځو کي ئې دغه ښار ونيو.
انځور: Reuters
په رمادي کي د عراق حکومتي ځواکونو له اسلامي دولت ډلي سره څو ورځي سخته جگړه وکړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo
په رمادي کي جگړو سخت زيان اړولی دئ. د دغه زيان جبرانول به ډېر کلونه وخت ونيسي.
انځور: AFP/Getty Images/A. Al-Rubaye
په رمادي کي اوس هم مقاومت روان دی، خو داسي ښکاري چي د بشپړ د اسلامي دولت ډلي په کنترول کي به وي. دغه ښار ۲۵۰ زره نفوس لري او د بغداد په سل کيلومترۍ کي پروت دئ.
انځور: picture-alliance/AP Photo
اټکل کيږي چي په رمادي کي به د می مياشتي پر ۱۶ او ۱۷ نېټه نزدې ۵۰۰ حکومتي ځواکونه او ملکي وگړي وژل سوي وي.
انځور: picture alliance/AP Photo
په رمادي کي د «اسلامي دولت» ډلي په پرمختگ سره دغه ښار سخت ويجاړ سوی او خلک ئې په هره وسيله چي کيږي له دغه ښار څخه په تېښته کي دي.
انځور: Reuters/Stringer
د عيني شاهدانو په خبره تروريستي ډلي «اسلامي دولت» هغه مهال په رمادي کي پرمختگ وکړ چي حکومتي ځواکونو له مقاومته لا واخيست او يو ناڅاپه له دغه ښار څخه ووتل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Kadim
د عراق د چارواکو په خبره په رمادي کي د تيري جمعې ورځي په جنگ کي اسلامي دولت ډلي نزدې ۶۰۰ انسانان وژلي دي چي ډېر ئې ښځي او کوچنيان دي.