1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيامریکا متحده ایالات

متحده آيالات: د ډزو په يوه پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۷, شنبه

د شپې له خوا د امريکا په بالتيمور ښار کې ډزې شوي چې شپږ تنه پکې ټپيان شوي. پوليس وايي چې ژوبل کسان سرسري ټپيان دي چې ښايي ټول ژوندي پاتې شي.

USA Active Shooter Kentucky Louisville
آرشیف انځورانځور: via REUTERS

پوليسو د خپلې دندې پرمهال يو موټر درولی و چې د شپې د نهو بجو په شاوخوا کې يې ډزې واورېدې او ورپسې يې پلټنې پيل کړې. دغه خبره د بالتيمور د پوليسو وياندې، ليندسې الريج وکړه.

امریکا: د خریدارۍ په یوه مرکز کې ډزو مرګ ژوبله اړولې ده

نوموړې په يو ايميل يا برېښناليک کې زياته کړې چې پوليسو ورپسې د ايست کولد سپرينګ لېن او يورک روډ سړکونو په دوه لاري کې درې نارينه وليدل چې »ټولو پر خپلو بدنونو ژوند ته ګواښ نه پېښونکي د وسلې ټپونه« درلودل.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

له دې وروسته روغتياپالانو دغه درې نارينه نزدې روغتونونو ته د درملنې له پاره ورسول. پوليسو ته بيا خبر ورکړل شو چې درې نور تنه هم ژوبل شوي دي چې د الريج په خبره، له سرسري ټپونو سره يې خپل ځانونه روغتونونو ته رسولي ول.

امريکا؛ د کلیزې په مراسمو کې ډزو مرګ ژوبله اړولې

په دغو زيانمن شوو کسانو کې د الريج د معلوماتو له مخې يوه ۱۸ کلنه ښځه او دوه ۲۲ کلن، يو ۲۶ کلن او يو ۱۷ کلن نارينه شامل ول. د بالتيمور د شمالي ناحيې پوليس اوس د ډزو د دغې پېښې په هکله خپلو پلټنو ته دوام ورکوي.   

اي پي/ن.ص./ش.ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل