له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د بشپړې انخلا وروسته د طالبانو او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ هيڅ ډول رسمي خبري اتري نه دي سوي. اوس په پام کي نيول سوې چي د دواړو اړخونو تر منځ رسمي خبري اتري رامنځته سي. د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي د شنبې او يکشنبې په ورځو به د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امريکايي او طالب پلاؤ تر منځ ملاقات وسي.
د متحده ايالاتو د خارجه وزارت د وياند په وينا امريکايي پلاوی به په دغه ملاقات کي د طالبانو پر لوړ رتبه استازو ږغ وکړي چي طالبان بايد د نورو تر څنګ بايد بشري حقونه مراعت کړي. هغه زياته کړه: «موږ غواړو طالبان دې ته راوبولو چي د مېرمنو او انجونو په شمول د ټولو افغانانو حقونه مراعت کړي او يو ټول شموله داسي حکومت جوړ کړي چي پراخ ملاتړ ولري.»
مرستندويه سازمانونو ته د آزاد لاسرسي اجازه
د ياد امريکايي چارواکي په وينا دا چي افغانستان په ممکنه توګه د جدي او ژور اقتصادي رالوېدنې او د »ممکنه بشري بحران« سره مخامخ دی، نو پر طالبانو به ږغ وسي چي و اړمنو سيمو ته د مرستندويه سازمانونو آزاد لاسرسي ته اجازه ورکړي. د متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت د وياند په وينا امريکايي پلاوی به له طالبانو دا غوښتنه هم وکړي چي په افغانستان کي بند پاتو امريکايي اتباعو او د امریکا سره په افغانستان کي همکاري کوونکو افغان کارکوونکو ته له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورکړي.
طالبانو د اګست مياشتي په منځ کي د هغه وروسته په افغانستان کي واک په خپل لاس کي راوست، کله چي له دغه هيواد څخه بهرنيو ځواکونو انخلا وکړه. طالبان د هغه راهيسي په نړيواله توګه د په رسميت پېژندل کېدو له پاره هڅې کوي.
د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندل سوی
د امریکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت په ښکاره توګه ويلي چي په دوحه کي د امريکايي پلاوي او طالبانو تر منځ د ملاقات په ترڅ کي به د طالبانو د په رسميت پېژندل کېدو ټکی نه وي شامل. د دغه وزارت په وينا د دغه ملاقات اصلي مقصد د امريکا د متحده ايالاتو د ملي منافعو په چوکاټ کي د عملي يا پراګماټيکو خبرو اترو ته دوام ورکول دي.
د واشنګټن او طالبانو تر منځ غير رسمي تماسونه ترمخه هم نيول سوي ول. دغه تماسونه د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ له خوا له کابل څخه د بهرنيانو او افغانانو د انتقال د پروسې په جريان کي رامنځته سوي ول.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
د نفوس او مساحت له اړخه قطر د خلیج یو کوچنی هیواد دی، خو په ټوله عربې نړۍ کې یې هله گوله رامنځ ته کړې ده. د انځورونو په دې گالرۍ کې د قطر په هکله ځینې معلومات شته.
انځور: Reuters
تیل او گاز
قطر په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې زیات «مایع طبیعي گاز» لري او په نړۍ کې دریم هیواد چې د طبیعي گاز ستري زیرمي لري. دغه خلیجي هیواد د تیلو او گازو په برخه کي بډای هیواد دی.
انځور: imago/Photoshot/Construction Photography
په نړیوالو شرکتونو کې ونډه
دغه هیواد د آلمان د موټر جوړولو شرکت فولکس واگن کې ۱۷ سلنه او د نیویارک د «امپایر سټیټ بلډنگ» کې لس سلنه ونډه لري. قطر په تیرو څو کلونو کې په بریتانيا کې میلیارده پونډه پانگونه کړې ده چې پکښې د بریتانيا د مشهور پلورنځي «هروډز» رانیول هم شامل دي.
انځور: Getty Images
د دریمگړي نقش
قطر د سوډان له حکومت او دار فور له قبایلو سره د څو لسیزو شخړې په هواري کې د دریمگړي نقش لوبولی وو. همداشان د فلسطین د الفتح او حماس ډلو تر منځ د منځگړتوب او همداشان له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره قطر نقش لرلی دی.
انځور: Getty Images/M. Runnacles
الجزیره شبکه
د دوحه، حکومت په ۱۹۹۶م کال کې د «الجزیره» په نوم یوه تلویزوني شبکه تأسیس کړه، چې په عربي نړۍ کې د خبرونو پوښښ او د خپرونو شکل ته بدلون ورکړ. اوس الجزیره نه یوازې په عربي، بلکې په ټوله نړۍ کې یو پیژندل شوی نوم دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Ulmer
قطر هوایي شرکت
د قطر دولتي هوایي شرکت «قطر ایر ویز» د نړۍ په ښو هوایي شرکتونو کې حسابیږي. دغه شرکت ۱۹۲ الوتکې لري او د نړۍ په ۱۵۱ ښارونو کې فعالیت کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst
د فټبال نړیوال جام
په ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په قطر کې تر سره کیږي. قطر د عربي نړۍ لومړنی هیواد دی چې د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب کوي. دغه هیواد د فوټبال د سیالیو له پاره پر زیر بناوو باندې په میلیاردونو یورو پانگونه کوي.
انځور: Getty Images
د قطر نفوس
د قطر ټول نفوس ۲،۴ میلیونه دی چې د هغوی زیاتره یې په ۱۸مه میلادي پیړۍ کې د گاونډیو سیمو څخه دغه ځای ته ورغلي دي. دغه هیواد چې د طبیعي زیرمو له کبله بډای دی پکښې په کال کې د سړي سر متوسط عاید ۱۲۳ زره یورو دی.
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/S. Babbar
له بریتانیا سره اړیکي
قطر تر۱۹۷۱م کال پورې د بریتانيا تر حمایې لاندې وو. د بریتانيا د ځانگړې ادارې لاندي ټوله موده ۵۵ کلونو ته رسیږي. خو په ۱۹۷۱م کال کې قطر له دې انکار وکړ چې د متحدو عربي اماراتو یوه برخه دې وگرځي او د یوه خپلواک هیواد په توگه راڅرگند شو.
انځور: Reuters
شاهي نظام
په قطر کې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې پاچاهي نظام واکمن دی او له همدغې مودې راهیسې د الثاني کورنۍ په واک کې ده. د قطر اوسني امیر شیخ تمیم بن حما الثاني، په ۲۰۱۳م کال کې هغه وخت د قدرت واگي په لاس کې واخیستل چې پلار یې خلیفه الثاني له خپلې واکمنۍ لاس پر سر شو.
انځور: Reuters
له بېلابېلو عربي هیوادونو سره د اړیکو خرابیدل
د سعودي عربستان په گډون اوو هیوادونو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي دي. په دې سره منځنی ختیځ چې لا تر مخه له کړکیچونو سره لاس او گریوان دی له یوې بلې شخړي سره مخامخ شوی دی. پر قطر باندي د ترهگرو د ملاتړ تور پورې کیږي، چې دغه هیواد یې ردوي.