1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: امريکا نه غواړي افغانستان کې لس ميليونه انسانان ووژني

۱۳۹۸ مرداد ۱۲, شنبه

دونالد ترمپ يو ځل بيا وويل چې کولای یې شول د افغانستان جګړه په څو ورځو کې وګټي خو څو ميليونه انسانان په کې تلف کيدل. هغه ويلي هيواد يې کولای شول پر افغان جګړه له يوې اوونۍ څخه په کم وخت کې غالب شي.

USA l US-Präsident Donald Trump - Triumph
انځور: Reuters/C. Barria

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ يو ځل بيا پر خپله مخکينې خبره ټينګار کړی چې ويلي يې وو، هيواد يې کولای شول د افغانستان په څو کلنه جګړه کې بريالی شي. ترمپ چې د جمعې په ورځ يې په سپينه ماڼۍ کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل، په [دغې بريا کې] حتې د اتومې وسلو له کارولو پرته په ميليونونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

ترمپ په تيره ميلادي مياشت جولای کې هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې، چې په افغانستان کې د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې. ترمپ وويل: «موږ کولای شول چې جګړه له يوې اوونۍ څخه په کم وخت کې وګټو، خو زه نه غواړم چې لس ميليونه کسان له منځه يوسم.»

د نړيوال بانک د سرچينو په حواله، د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۷ ميليونو تنو ته رسيږي.

د افغانستان په اړه د ترمپ څرگندونو سخت غبرگونونه راپارولي

متحده ايالاتو په دې وروستيو کې په افغانستان کې د روانې څو کلنې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو له پاره د بل هر وخت په پرتله خپلې هلې ځلې پراخې او چټکې کړي دي تر څو يې په دغې موخه يوه سياسي حل لاره موندلي وي. واشنګتن په افغانستانه کې د سولې د تامين په موخه، د ۲۰۱۸م کال راهيسې له طالب استاځو سره مخامخ خبرې اترې پيل کړي.

د رپوټونو پر اساس نن شنبه (د ۲۰۱۹م کال د اګست ۳مه) د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کې د امريکا او طالبانو اتم پړاو مذاکرات پيليږي. دغو مذاکراتو ته ډيره هيله مندي ښودل شوې ده، آن تر دې چې طالبانو سره به د سولې يوه موافقه په کې ترسره شي.

د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې په روانو مذاکراتو کې د نورو مسائلو تر څنګ، له افغانستانه د خارجي ځواکونو د وتلو څرنګوالی او دا چې افغانستان په راتلونکې کې بيا د تروريستانو له پاره پر يو امن ځاي بدل نشي؛ مهم ټکې تشکيلوي.  
aj-nf(dpa) mks-aa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب