متحده عربي اماراتو ته د کام اير هوايي شرکت بنديز رفع شو
۱۳۹۹ مرداد ۱۷, جمعه
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداري اعلان کړی دی چې متحده عربي اماراتو کام اير هوايي شرکت له تور ليست څخه ايستلی دی. کام اير شرکت له ۲۰۱۴م کال راهيسې د پروازونو د نه مصونيت لرلو له کبله د متحده اماراتو په تور ليست کي وو.
اعلان
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې متحده عربي اماراتو د کام اير هوايي شرکت له تور ليست څخه و ايست.
متحده عربي اماراتو ته د دغه شرکت پرازونه له ۲۰۱۴م کال راهيسې منع شوی وو. د معياري پروازونو مصونيت د نه لرلو له کبله په تور ليست کي شامل شوی وو.
د ملکي هوايي چلند ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له متحده عربي اماراتو سره د دغي ادارې د هڅو او خبرو اترو له لارې دغه شرکت له تور ليست څخه و ايستل شو.
د دغي خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د متحده عربي اماراتو ادارې د افغانستان د هوايي چلند ادارې ته له تور ليست څخه د کام اير شرکت له ايستلو څخه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د هوايي چلند ادارې د خبر له مخې په تير يوه کال کې د دغي ادارې له خوا د ټولو داخلي شرکتونو د مصونيتي ستندرت او په کام اير او اريانا شرکت کي د پام وړ ښه والی راغلی دی.
متحده عربي اماراتو ته د اريانا هوايي شرکت پروازونه دوام لري. برسيره پردې، د کام اير هوايي شرکت څه موده مخکې د سرتيفکشن بهير بشپړ کړ او دغه تصديقنامه يې اخستې ده چې ورسره د ترانسپورت نړيوالې ټولنې (آي،اي،ټي،اي)کامل غړيتوب يې هم تر لاسه کړی دی.
د افغاستان د ملکي هوايي چلند ادارې په متحده عربي اماراتو کي د افغانستان سياسي نمايندګۍ ستايلي دي، ځکه چي د کام اير هوايي شرکت له تور ليست څخه د ايستلو په هڅو کي يې ډيري هلي ځلي کړي دي.
د نړۍ ډاډمن او غير ډاډمن هوايي شرکتونه په انځورونو کي
د نړۍ په ۶۰ سترو هوايي شرکتونو کي کوم يو ئې ډاډمن او کوم ئې غير ډاډمن دی؟ يوې اروپايي موسسې «JACDEC» په خپل وروستي راپور کي دغي پوښتني ته جواب ويلی. دغه موسسه د هوايي شرکتونو د ډاډمنتيا ټاکلو په برخه کي کار کوي.
انځور: Reuters/E. Su
چين ايرلاين د نړۍ په ناډاډمنو شرکتونو کي
کله چي مسافر د چين ايرلاين يوې الوتکي ته پورته کيږي، هرڅه سم ښکاري، خو کله چي د الوتکي ماشین چالان او الوتني ته تياره سي، په مسافرو کي اندېښنې پيدا سي چي د خپل سفر له پاره ئې يو غير ډاډمن هوايي شرکت غوره کړی دئ. دغه شرکت په غير ډاډه هوايي شرکتونو کي شمېرل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/X. Qintao
د کلمبيا ملي الوتکه هم په غير ډاډمنو شرکتونو کي
د هوايي شرکتونو د درجه بندۍ له پاره يو معيار، په دغو الوتکو کي د نورو ټولو هوايي شرکتونو په پرتله د مسافرو مړينه او دا چي څومره پروازونه ئې کړي دي. د دغو معيارونو له مخي د کلمبيا ملي الوتکه د نړۍ په غير ډاډه الوتکو کي شمېرل کيږي.
انځور: AFP/Getty Images
د اندونيزيا «گارودا» ايرلاين هم غير ډاډمن هوايي شرکت دی
د اندونيزيا دغه شرکت په نړۍ کي د غير ډاډمنو هوايي شرکتونو په ليست کي دريم دئ. د ډاډمن او غير ډاډمن هوايي شرکت د ټاکلو له پاره په تيرو درو کلونو کي هوايي حوادث هم معيار ټاکل سوی دئ.
انځور: A.Berry/AFP/GettyImages
له انساني خطاوو رامنځ ته سوي پيښي، اب و هوا او تروريزم شرايط په دغه رتبه بندۍ کي نه دي راغلي. که څه هم چي په سلو کي لس هوايي پيښي تروريستي عوامل لري.
انځور: AP
دغه راز په سلو کي لس پيښي د هوا د خرابوالي په سبب رامنځ سوي.
انځور: dapd
د نړۍ ډاډمن هوايي شرکت د هنگکانگ «کاتای پاسيفيک» دی
دغه شرکت د ډاډمنو شرکتونو په ليست کي لومړی ځای لري. دغه هوايي شرکت د ۱۴۰ الوتکو په لرلو سره له ۲۰۱۰م کال راهيسي په نړۍ کي يو له سترو مسافر وړونکو شرکتونو څخه دئ.
انځور: picture-alliance/dpa
«اير نيوزيلند» دوهم ډاډمن هوايي شرکت دی
انځور: S. Barbour/Getty Images
لوفت هانزا هوايي شرکت په نړۍ کي دولسم ځای نيولی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
لوفت هانزا هوايي شرکت
انځور: picture-alliance/dpa/K. D. Gabbert
دا د کلمبيا هغه الوتکه ده چي پکښې سپاره ټول ۸۱ کسان ووژل سول. په دوی کي ۹ کسان د برازيل د يوې فوټبال لوبډلي غړي ول.