1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متقي: آزاد شوي پيسې دې خيریه موسسو ته نه ورکول کیږي

۱۴۰۰ اسفند ۲۱, شنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان ۳،۵ میلیارده ډالره ازادې شوې پيسې دې د مرکزي بانک په اختیار کې ورکړل شي.

Türkei Das Treffen zwischen dem türkischen Außenminister Mevlüt Cavusoglu und Taliban Außenminister Amir Khan Muttaqi in Ankara
انځور: DHA

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د ترکیې په انتالیا ښار کې د «انتالیا دیپلوماسۍ فورم» غونډې په څنډه کې د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي سفیر سره خبرې اترې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د سیاسي اړیکو پراختیا او د افغانستان اقتصادي وده د دغه هیواد د شتمنیو د آزادیدو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو پورې تړلې بللې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چې امیرخان متقي د امریکا له ځانګړي استازي ټام وست، سره موافقې ته رسیدلی دی چې هغه ۳،۵ میلیارده ډالره د افغانستان شتمني چې د امریکا له خوا آزاده شوې ده په هیڅ صورت خیریه بنسټونو ته د مرستې په نامه ورنکړل شي. خو د امریکا ځانګړي استازې د دې موافقې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان ټوله ۷ میلیارد ډالره شتمني باید د مرکزي بانک په اختیار کې ورکړل شي. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د افغانستان ټوله بهرنۍ سرمایه د دغه هیواد د خلکو حق دی او خلک يي باید په اړه تصمیم ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته په امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو کې د افغانستان د پیسو زیرمې کنګلې شوې.

څه موده مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن یو فرمان صادر کړ چې پر اساس یي د افغانستان د منجمد شوو پیسو ۳،۵ میلیارده ډالره یي باید د یوولسم سپټمبر پیښې قربانیانو ته ځانګړې او پاتې ۳،۵ میلیارده یي د بشر دوستانه مرستو په نامه د خیریه بنسټونو په اختیار کې ورکړل شي.

که څه هم دغه پریکړه تر اوسه پورې نهایي شوې نه ده او د محکمې تائید ته منتظره ده، خو دغه فرمان د طالبانو حکومت او د دغه هیواد د خلکو له تندو غبرګونو سره مخ شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو زارت په اعلامیه کې راغلي دي چې متقي له ټام وست سره په لیدنه کې واضحه کړې ده چې د افغانستان پر شتمنۍ هر ډول تصرف به د دواړو هیوادونو پر اړیکو ناوړه اغیزې وکړي.

امیر خان متقي په یوه ویډیوي پيغام کې ویلي دي چې «دا د افغانستان د مرکزي بانک پشتیوانه ده. دا د کوم شخص یا افرادو شخصي سرمایه نه ده. هیله من یم چې په راتلونکي کې په دې برخه کې لاسته راوړنه ولرو او امریکا دا حقایق درک کړي او د افغانستان پر خلکو نور د فشار وسیلي ونه کاروي.»

په دې غونډه کې دواړو خواو توافق کړی دی چې په راتلونکي کې به پر دې موضوع د لا زیات بحث له پاره ناستې ولري. ټام وست، هم په خپل تویتر کې د طالبانو له پلاوي سره خپله لیدنه کته ګټوره بللې ده او ویلي يي دي چې په دې ناسته کې د افغانستان د خلکو له پاره پر مهمو موضوعاتو په ځانګړي توګه د امنیت د ثبات، اقتصادي ودې او زده کړې پر مسائلو خبرې شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې امریکا متحده ایالات او متحدین یي په دې برخه کې د نظر یووالی لري چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په مسایلو کې ښکیله پاتې شي. خو هغه د طالبانو د دې غوښتنې او له هغوي سره د توافق په هکله څه ونه ویل.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو ۷ میاشتې تیرې شوي دي، تر اوسه پورې هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی. خو امیر خان متقي په دې ویډیو کې ټینګار کړی دی چې طالبانو د خپل حکومت په رسمیت پيژندل کیدو له پاره ټول شرایط پوره کړي دي.

د بشري حقونو په ځانګړي توګه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ او تامین ترڅنګ، نړیوالې ټولنې د یوه همه شموله حکومت رامنځته کولو غوښتنه کړې ده، هغه څه چې ظاهراً طالبان ورته چندانې توجه نه لري. طالبان خپل حکومت چې د خپلو جنګیالیو څخه یي تشکیل شوی دی، همه شموله ګڼي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل