1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متقي په قطر کې له چا سره کتلي؟

۱۴۰۲ مرداد ۱۲, پنجشنبه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې د یو شمېر لویدیځو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

آرشیف: په قطر کې د طالبانو ناسته
آرشیف: په قطر کې د طالبانو ناستهانځور: Stringer/REUTERS

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، اميرخان متقي په قطر کې د امريکا، بريتانيا، هسپانيا، جنوبي کوريا، هالنډ، ايټاليا، استراليا او کاناډا له استازو سره کتلي دي.

تکل په یولړ ټویټونو کې لیکلي: "ښاغلي موتقي او ورسره پلاوي د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته مفصل ځوابونه ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان له پاره د خپل ماموریت د ترسره کولو پر ځای باید دغه استازي په افغانستان کې حضور ولري ترڅو د افغانستان واقعیتونه له نږدې وڅاري."

خو بله خوا د سیاسي چارو د شنونکو په باور، تر څو چې طالباند نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي او د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي، افغانستان ته به د اروپايي او غربي هېوادونو د ډیپلوماټانو لېږد ممکن نه وي.

د سیاسي چارو کارپوه احمدي سعیدي وايي:«د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې هېڅ هېواد حق نه لري چې بل هېواد ته خپل سفیر یا دیپلومات ولېږي تر هغه چې حکومت یې مشروع نه وي. مخکې له دې چې له هېوادونو وغوښتل شې چې کابل ته سفیران یا ډیپلوماتان ولېږي، طالبان باید له هغوی څخه دې د خپل حکومت مشروعیت وغواړي.»

دغه راز د سیاسي چارو بل کارپوه اسدالله ندیم وايي، تر څو چې طالبان په خپله کړنلاره کې بدلون را نه ولي، هېڅ اروپايي یا لوېدیځ هېواد به دې ته چمتو نشې ترڅو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیکي فعالیتونه پیل کړي.

ندیم دویچه ویله ته وویل:«په کابل کې د اکثرو بهرنیو سفارتونو د نه شتون لامل طالبان دي، ځکه دغه ډله د نړیوالې ټولنې شرایط نه مني، انعطاف نه ښيي، د افغانستان په پالیسۍ کې انعطاف یا عکس العمل نشته ځکه دوی پر خپله کړنلاره ولاړ ادلون بدلون نه مني.»

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې دغې ډلې دښځو اود افغانانو پر آزادۍ یوشمیر محدودیتونه لګولي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې یې د نړیوالې ټولنې هېڅ راز  غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، تر څو چې طالبان د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې نه کړي او د بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی ونه کړي، د نړیوالې ټولنې له خوا د هغوی د رسمیت پېژندلو امکان کم دی.

د ویلو ده که څه هم د ایران، پاکستان، روسیې او چین په ګډون یو شمېر ګاونډي او سیمه ایز هېوادونه په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور لري، خو دغو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د جولای پر۳۰مه او ۳۱مه په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي سره وکتل.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، چې د دوی استازو په دوحه کې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې پر اقتصاد، بشري حقونو او له نشه یي توکو سره پر مبارزې خبرې کړې، خو طالبانو ویلي په یاده غونډه کې یې د بنډیزونو پر لرې کولو ټینګار کړی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل