متیس په پنتاګون یا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته وویل: «کله چې د امریکایانو د هیواد د اعتبار موضوع وي، د هغه خصوصي کول [خصوصي سکتور ته د هغه سپارل] ښايي یو ښه نظر نه وي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، یو شمیر مشاورینو هغه ته په دې اړه مشورې ورکړې وې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور او تلفاتو کمولو له پاره دې د دې هیواد جګړه خصوصي سکتور ته وسپارل شي.
یو له هغو کسانو څخه چې دغه نظر یې مطرح کړی دی د «بلک واتر» په نوم امنیتي شرکت مشر ایرک پرینس، دی. هغه په وار وار سره د افغانستان د جګړې د خصوصي کیدو خبره کړې ده.
تر دې مخکې ویل شوي وو چې د ولسمشر دونالد ترمپ زوم او د هغه پخواني لوړپوړي مشاور ستو بنن، دغه شان یو پلان ترمپ ته وړاندې کړی دی. خو د بلک واتر شرکت مشر د ترمپ په کابینه کې یوه بله پلوی هم لري. بیتسي دیوس، د هغه خور او د ترمپ په کابینه کې د معارف وزیره ده.
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي ځواکونه میشت دي چې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز البوم (05.03.2017):
د افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه
پاکستان او افغانستان هغه هيوادونه دي چي حکومتونه يې له وسله والو ډلو سره په کورنۍ جګړه يا جګړې ته ورته حالت کي دي. د افغانستان او پاکستان د پوځي او اقتصادي قدرت يوه پرتله په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ: انځور: AP نفوس ـ افغانستان ۳۳ مليونه ـ پاکستان ۱۹۹ مليونه د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۵مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Nasim Seyamak نارينه ـ افغانستان ۱۴ مليونه ـ پاکستان ۹۵ مليونه انځور: DW/S. Raheem د عسکرۍ وړ ـ افغانستان ۸ مليونه ـ پاکستان ۷۵ مليونه انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua/N. Seyamak فعال عسکر ـ افغانستان ۲۰۰ زره ـ پاکستان ۶۲۰ زره انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images ټولې الوتکې ـ افغانستان ۱۸۵ ـ پاکستان ۹۲۳ انځور: NATO جنګي الوتکي ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۳۰۴ انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images ترانسپورتي الوتکي ـ افغانستان ۱۵۳ ـ پاکستان ۲۶۱ انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum نظامي خدمت وړ هوايي ډګرونه ـ افغانستان ۵۲ ـ پاکستان ۱۵۱ انځور: picture-alliance/dpa ټانکونه ـ افغانستان ۷۰۰ ـ پاکستان ۲۹۲۴ انځور: picture-alliance/dpa زغروال موټر ـ افغانستان ۹۶۶۹ ـ پاکستان ۲۸۲۸ انځور: picture alliance / landov ګرځنده توپونه ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۴۶۵ انځور: AP څو ميله لرونکي توپونه ـ افغانستان ۵۰ ـ پاکستان ۱۳۴ انځور: picture-alliance/AP Photo اټومي وسلې ـ افغانستان صفر ـ پاکستان د ۲۴ او ۷۵ تر منځ انځور: AP بهرنۍ قرضې ـ افغانستان ۱،۲ مليارد ډالره ـ پاکستان ۵۸ مليارد ډالره انځور: AP کاري ځواک ـ افغانستان ۷،۵ مليونه نفر ـ پاکستان ۶۱،۵ مليونه نفر انځور: DW/H. Hashimi تائيد سوي د تيلو ورځنۍ ځېرمي ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۳۷۱ مليون بېرل انځور: Getty Images/Aamir Quereshi پاخه سړکونه ـ افغانستان ۴۲ زره کيلومتر ـ پاکستان ۲۶۰ زره کيلومتر انځور: DW اورګاډي پټلۍ ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۷۷۹۱ کيلومتر انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed مساحت ـ افغانستان ۶۵۲ زره مربع کيلومتر ـ پاکستان ۷۹۶ زره مربع کيلومتر د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۵مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]