مجاهد: د جلال په نوم يو «متعصب انسان» نيول شوی دی
۱۴۰۰ دی ۱۹, یکشنبهمجاهد پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي دي چې فیض الله جلال د «خپلو هغو خبرو د وضاحت له پاره نیول شوی چې په ټولنيزو رسنیو کې يې خلک د نظام په ضد هڅول.» هغه زیاته کړې ده چې دغه اقدام د دې له پاره شوی، تر څو بل څوک د استاد او دانشمند له آدرسه داسې «اوتې بوتې» و نه وايي.
د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، جلال د انسانانو له عزت سره په لوبو کولو باندې تورن کړی دی.
فیض الله جلال چې د تلويزيون په سیاسي خپرونو کې پر سپينو خبرو شهرت لري، څه موده وړاندې يې په یوه تلويزيوني خپرونه کې د طالبانو له ویاند محمد نعیم سره هم له شدیدو الفاظو کار اخیستی وو. هغه واک ته د طالبانو تر رسیدلو د مخه، د پخواني حکومت پر کړنو باندې هم سختې نيوکې کولې.
د فیض الله جلال لور، حسینه جلال پر ټويټر د خپل پلار د نیولو خبر د تائيد تر څنګ، د هغه د آزادولو غوښتنه کړې ده: «زه د خپل پلار پروفیسور فیض الله جلال د سملاسي آزادولو غوښتنه کوم.»
مجاهد د «استاد فيض الله جلال» په نوم، پر يوه ټويټرپاڼه کې د طالبانو خلاف د خپرو شوو پستونو انځورونه هم خپاره کړي دي. په يوه پست کې لیکل شوي دي: «د طالبانو د استخباراتو رئيس خپله پاکستانی دی او د استخباراتو اکثریت کارمندان د آی ايس آی له آدرس معاش خوري.» خو دا چې دغه څرګندونې او په ياد نوم ټويټر پاڼه په ريښتيا د استاد جلال ده او که نه، روښانه نه ده.
د جلال د نیول کيدو خبر د رسنيو تر څنګ پر ټولنيزو رسنیو هم ډیر خپور شوی او تر ډيره خلکو د هغه د آزادولو غوښتنه کړې ده.