1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيقطر

ترکیه: پاکستان او افغانستان د اوربند پر غځېدو توافق کړی

۱۴۰۴ آبان ۹, جمعه

ترکیې ويلي چې افغانستان او پاکستان د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د اوربند پر غځولو توافق ته ورسېدل. ذبیح الله مجاهد هم دغه خبر تائید کړی او وايي دواړو لورو توافق وکړ چې پر پاتې مسائیلو به په راتلونکې غونډو کې خبرې کوي.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په استانبول کې ېې پاکستان سره مذاکرات پای ته رسېدلی او پر پاتې مسائیلو به په راتلونکې غونډو کې خبرې کوي انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په استانبول کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اکتوبر له ۲۵ تر ۳۰ مې مذاکراتو کې دواړو لورو توافق وکړ چې د اکتوبر ۱۹مې اوربند ته به ادامه ورکوي.

وزارت ويلي دي: «ټولو خواوو توافق وکړ چې د نظارت او تائید یو میکانیزم رامنځ ته کړي چې پر اساس ېې سوله تضمین او سرغړونکو لوریو ته د مجازاتو ورکول ډاډمن کړي.»

دغه وزارت زیاته کړې چې راتلونکې مذاکرات به د نومبر په ۶مه وي چې په هغې کې به تصمیم نیول کيږی چې دغه میکانیزم څرنګه عملي شي.

د ترکیې خارجه وزارت ډاډ ورکړی چې ترکیه او قطر «چمتو دي چې له دواړو لورو سره د سولې او ثبات د ټينګښت له پاره خپلې همکاري جاري ساتي.»  

په افغانستان کې د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد هم بیګا نیمه شپه د استانبول تر اعلامیې لږ وروسته یوه جلا اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې ويل شوي: «د استانبول مذاکرات چې پيچلې پروسه یې درلوده د دې خبرو په تایید پای ته ورسیدل چې بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسائل به تر غور او بحث لاندې نیسي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې چې افغانستان د نورو هېوادونو په څېر له پاکستان سره هم «د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د گواښ نه رامنځ ته کولو» د اصولو پر اساس ښې اړيکې غواړي.

رويټرز خبري آژانس په رپوټ کې راغلي چې پاکستان لوري په دې ارتباط د دغه آژانس پوښتنې ته ځواب نه دي ویلي.

د ترکیې او قطر په منځګړیتوب دغه مذاکرات وروسته له هغې په نظر کې ونیول شول چې د روانې میاشتې په منځ کې د دیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او د دواړو خواو پکې په لسونو کسان ووژل شول.

دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې طالبانو پاکستان پر کابل او د افغانستان پر ځینو نورو سیمو حملو باندې تورن کړ او په ځواب کې ېې د پولې په اوږو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو «انتقامي عملیات» پیل کړل.

پاکستاني سرچینو هغه مهال ويلي ول چې په افغانستان کې شوو حملو کې ېې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه او د دغې ډلې مشر په نخښه کړی دی.

اسلام آباد ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې په پاکستاني طالبانو هم یادیږي او په پاکستان کې د پاکستان حکومت پر ضد جنګيږي، د افغانستان په خاوره کې امن ځایونه لري او خپلې حملې له هغه ځایه تنظیموي. خو په کابل کې د طالبانو ادارې دغه ادعاوې تل رد کړې دي.

د استانبول له مذاکراتو د باخبره سرچینو په حواله، په دغو مذاکراتو کې هم یوه جنجالي موضوع د پاکستاني طالبانو وه. د سرچینو په خبره د پاکستاني پلاوو ټینګار دا و چې افغان طالبان دې ټي ټي پي مهار کړي، خو افغان طالبانو ویل چې دوی پر دغه ډله کنټرول نه لري او دا ېې د پاکستان خپله داخلي ستونزه بلله.

د طالبانو د ادارې ویاند د قطر او ترکیې له منځګړیتوب او مذاکراتو ته د سهولت برابرولو مننه کړې ده.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې اترې

30:34

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل