وروسته له هغه چې په افغانستان کې د دوو امریکايي وګړو د زنداني کیدو په هکله راپورونه خپاره شول، اوس د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې چې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو اتباع چې پکې دوه امریکايي وګړي هم شامل دي، له دوی سره زنداني دي.
د طالبانود ادارې ویاند، ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په یوه ږغیز پیغام کې چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان ملي تلویزون څخه خپور شوی، د یادو کسانو زنداني کیدل تائید کړي دي. مجاهد ویل: «یو شمیر بهرني وګړي په افغانستان کې توقیف شوي چې پکې دوه امریکايان هم شامل دي. د زنداني کیدو دلیل یې د افغانستان له قوانینو سرغړونه ده.»
مجاهد په دغه پیغام کې ټینګار کړی چې هر بهرنی وګړی چې د افغانستان ویزه یې ترلاسه کړي وي، باید د دې هیواد قوانین په ځان عملي کړي. په عین وخت کې امریکايي چارواکو هم ویلي چې د دوی دوه اتباع له طالبانو سره په افغانستان کې زندانیان دي.
د ان. بي. سي نیوز په شمول یو شمیر امریکايي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې په نیول شویو امریکایانو کې یو یې رایان کووبت دی چې د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوي او زندان ته اچول شوی دی. یادو رسنیو د دوهم امریکايي وګړي او د بند مودې په هکله جزئیات نه دي خپاره کړي.
دا هم په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ ویاند، یو شمیر امریکايي چارواکو او د یادو امریکايي اتباعو کورنیو له طالبانو غوښتي چې نیول شوي امریکايي وګړي آزاد کړي. مجاهد په خپلو خبرو کې ویلي چې د نیول شویو امریکايي اتباعو په هکله د دوی له حکومتي چارواکو سره هم خبرې شوي دي.
ش.ا / خ.ح / ا.و.ا
له زندانونو څخه د بندیانو د تېښتې حیرانونکي پيښي
له هغه وخت راهیسي چې زندانونه جوړ شوي دي، بندیان د لویو دیوالونو، اوسپنیزو دروازو او سختې پيرې په څیر خنډونو سربیره په تیښته بریالي شوي دي. په دې انځوریز رپوټ کې د تیښتې د حیرانونکو پيښو په اړه معلومات راټول شوي.
انځور: imago/Kai Koehlerیو مجرم چې د ۲۰۱۸ م کال په جولای میاشت کې وتوانید چې د هلیکوپتر په وسیله د فرانسې په رئوی سیمه کې له زندانه په تېښته بریالی شي. رضوان فاید یوازې په څو دقيقو کې په تیښته بریالی شو. درې تنه وسله وال کسان په هلیکوپتر کې د زندان په انګړ کې ښکته شول او هغه یې له ځان سره بوت. دا هلیکوپتر وروسته بیا پاريس ته نږدې په یوه سیمه کې وموندله شوه. پولیس د ټول هیواد په کچه د هغه په لټه کې دي.
انځور: Getty Images/AFP/G. van der Hasseltد یوه سابقه لرونکي مجرم تېښته
د ۲۰۰۷ کال په جولای میاشت کې هم یو غل چې بانک یې لوټ کړی وو په همدې طریقه فرار کړی وو. د پاسکال پایه، ملګرو له درنو وسلو سره د هلیکوپتر په وسیله هغه د ګراس ښار له زندان څخه بوت. پاسکال پایه، چې په ۳۰ کاله بند محکوم شوی وو، مخکې تر دې هم په ۲۰۰۱ م کال کې د فرانسې له یوه بل زندان څخه هم د هليکوپتر په وسیله فرار کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Horvatپه مکسیکو کې مستحکم زندانونه
د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې د نشه یې توکو د بانډ یو مشر خواکين ګوزمن، د یوه تونل په وسیله د مکسیکو د التی پلانو، له زندان څخه په تېښته بریالی شو. دا په ۱۴ کلونو کې د هغه دوهم وار وو چي له زندانه فرار کوي.
انځور: Reuters/PGR/Attorney General's Officeد بدرفتونو د پيپونو له لارې تیښته
د ۲۰۱۵ م کال په جون میاشت کې په نیویارک کې دوه تنه قاتلان وتوانیدل له یوه ډیر مستحکم زندان څخه تېښته وکړي. دوی د دې کار له پاره دیوالونه سوري کړل او د ناپاکو اوبو د یوه بدرفت له لاري یې ځانونه له زندان څخه و ایستل.
انځور: Getty Images/New York State Governor's Office/D. McGeeپه ۲۰۱۱ م کال کې په مکسیکو کې د خوان رامیرز تیرینا، چې د مخدره توکو د قاچاق په جرم بندي شوی وو، ملګرو هڅه وکړه چې له هغه سره له زندان څخه په تېښته کې مرسته وکړي. خو د زندان ساتونکو پر هغه بکس شک وکړ چې د تیرینا، ملګرو ویل په هغه کې د زنداني خیرني جامې دي. او د تلاشۍ پر مهال یې له بکس څخه خوان رامیرز تیرینا، را اویست.
انځور: picture-alliance/dpa/Sspqrدا د لویې بریتانيا په تاریخ کې له زندان څخه د بندیانو د فرار تر ټولو لویه پيښه وه. په ۱۹۸۳م کال کې د ایرلندي پوځ جمهوري غوښتونکو ملیشه و ۳۸ تنه زندانیان وتوانیدل چې د ایرلند په شمال کې د «میز پریزون» له مستحکم زندان څخه وتښتي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Mcerlaneد چرګانو د هګیو په لټه کې
هغه جمله چې یو ملت یې وخنداوه. د یوه بانک لوټونکی والتر شتورم، په هغه یو لیک کې چې تر خپلې تېښتې مخکې یې په خپل ځای کې پریښې وو لیکلي وو: «د (پاک اختر) د جرګانو د هګیو په لټه کې یم». هغه په ۱۹۸۱ م کال کې د عیسویانو د پاک اختر په رخصتیو کې له زندانه وتښتېد.
انځور: picture-alliance/dpaپه امریکا کې زنجیره ای قاتل تئودور باندې، د ۱۹۷۷م کال د جولای میاشتي پر ۷ له زندان څخه په تېښته بریالی شو، خو تر څه مودې وروسته بیرته ونيول شو. شپږ میاشتې وروسته هغه بیرته له زندانه وتښتید. باندې تر تېښتې مخکې خپل ۱۰ کیلوګرامه وزن کم کړی وو، څو وکولای شي د هغه سوري له لارې وتښتي چې د خپل محبس د کوټې په چت کې یې جوړ کړی وو.
انځور: picture-alliance/APله الکاتراز څخه افسانه ایې تېښته
د هغوی د تېښتې پرکیسې فلم جوړ شوی دی. فرانک لي موریس، انګلین او د کلارنس ورونو په ۱۹۹۲م کال کې د هغې یوې برمې څخه په استفادې وکولای شول فرار وکړي چې دوی پخپله جوړ کړی وو. دغو غلو چې بانک یې لوټلی وو د دې له پاره چې بندیانو ته بازي ورکړي د خپل خوب په ځایونو کې یې په لاس جوړي شوي ناوکۍ څملولي وې او له پلاستيکي چپنونو څخه یې (د خپلې تېښتې له پاره) کښتۍ جوړه کړې وه.
انځور: imago/Kai Koehler