1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: ملا هيبت الله به ډير ژر په عام محضر کې راڅرګند شي

۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري غونډه کې وويل چې د طالبانو مشر ملا هبت الله به ډير ژر په عام محضر کې راڅرګند شي. هغه د پنجشیر د نیولو اعلان تر څنګ له پخوانيو افغان پوځيانو وغوښتل چې دوی سره ادغام شي.

Afghanistan PK der Taliban
انځور: Stringer/REUTERS

مجاهد د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبر۶) په کابل کې یو خبري کنفرانس کې وويل چې د طالبانو مشر به ډير ژر د خلکو په منځ کې راڅرګند شي. په عام محضر کې د ملاهيبت الله نه راڅرګنديدل د خلکو په منځ کې د هغه په اړه پوښتنې او شکونه رامنځ ته کړي دي. د نويمې لسیزې په دوهمه نیمايي کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د دغې ډلې لومړنی مشر، ملا محمد عمر آخوند په اړه هم ویل شوي چې هغه په عامه مظهر کې نه راڅرګنديده او طالبانو د هغه مړينه هم څو کاله وروسته اعلان کړه.

د طالبانو ویاند په خپلو خبرو کې د پنجشیر ولایت د نيولو خبره هم وکړه او زیاته يې کړه چې له دې سره ټول افغانستان د طالبانو په کنټرول کې راغلی دی. مجاهد ټينګار وکړ چې که څوک د هيواد په هر ځای کې د بې نظمۍ او امنيت د خرابوالي تلاښ وکړي او يا داسي کارونه وکړي چې بيا جنګ ته لاره هواره کړي، دوی به يې پر وړاندي سخت غبرګون وښيي. هغه په دې اړه وويل: «اسلامي امارت په دې اړه ډېر حساس دی. اصلاً هيچا ته اجازه نه ورکوي چې بيا دلته يو څوک د خلکو، نظام او ګټو پر وړاندي ودريږي.»

په پنجشیر کې د طالبانو د مخالفې جبهې مشر، احمد مسعود پر ټويټر ليکلي دي چې هغه خوندي دی.

په پنجشیر کې د «مقاومت ملي جبهې» جنګيالي - د آرشیف انځورانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس له کابله ليکي چې، د طالبانو ویاند په دغې خبرې غونډه کې له افغان پوځيانو وغوښتل چې له دوی سره ادغام شي. هغه په دې اړه وويل: «هغه افغان ځواکونه چې د تیرو شلو کلونو په موده کې روزل شوي، له هغو څخه به وغوښتل شي چې بیرته د امنيتي ارګانونو په لیکه کې له طالبانو سره يو ځای شي.»

طالبانو درې اوونۍ مخکې د کابل په نيولو سره واک تر لاسه کړ او تر اوسه يې خپل نوی حکومت نه دی اعلان کړی. خو د طالبانو ویاند نن وویل چې دوی به «خپل نوی حکومت ډير ژر د تخنيکی مسائيل په حل کېدو سره اعلان کړي»، خو هغه په دې اړه کومه مشخصه نېټه ونه ښوده چې کله.

مجاهد دغه راز وویل چې د کابل هوايي ډګر د بيرته فعالولو له پاره «جدي اقدامات» ترسره شوي تر څو د امکان تر حده بیرته نړیوالو پرواوزونو ته اماده شي. هغه زیاته کړه له قطر، ترکيې او عربي متحده اماراتو څخه راغلي تخنيکي ټيمونه په هوايي ډګر کې کار کوي او دوی به د میدان د رادار سیستم هم فعاله کړي. پر وينا يې تیره میاشت امريکايي قواوو د وتلو پر وخت د هوايي ډګر برخې ویجاړې کړي دي.

طالبانو شاوخوا درې اوونۍ مخکې د خپلو چټکو پرمختګونو په ادامې پلازمينه کابل ونیوه. پنجشیر یوازینی ولایت وو چې تر اوسه د طالبانو په کنټرول کې نه وو. خو په پنجشیر کې د طالبانو د مخالفې جبهې له قوله داسې رپوټونه ورکړل شوی چې طالبانو پر ضد جګړه لا هم په پنجشیر کې ادامه لري.