1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محب په کونړ کې: هيڅ راکيټي بريد بې جوابه نه پريږدو

۱۳۹۹ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب په کونړ کي هغه کور ته ورغلی چې د ځايي چارواکو په گومان پر کور يې د پاکستان له خواري څخه توغول شوی راکيټ لگيدلی دی او غړي يې پکښي وژل شوي دي.

Afghanistan Kabul Nationaler Sicherheitsberater Hamdullah Mohib
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

 

 

د افغانستان د ملي امنيت شورا مشاور حمدالله محب پر کونړ باندي وروستیو راکیټي بریدونو ته په اشارې سره ویلي دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي او دا خاوره د ترهګریزو فعالیتونو مرکز وګرځوي.

حمدالله محب دا سفر وروسته له هغې کوي، چې همدا تېره اونۍ د کونړ په سرکاڼو او اسداباد کې لگيدلو راکیټونو لږ تر لږه اته ملکي وګړي ووژل او تر لسو ډېر یې ژوبل کړل.

حمدالله محب ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د سې شنبې په ورځ د کونړ په سرکاڼو کې هغه کور ته ورغلی چې په راکیټي بریدونو کې یې غړيو ته مرګ، ژوبله واوښته. د ځايي چارواکو په خبره چي دغه راکيټونه د پاکستان له خاوري څخه فير شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا مشاور په کونړ کي له ولسي وګړیو سره په خبرو کې راکيټي بریدونو ته په اشارې وویل، چې هېڅ راکیټي برید به بې ځوابه نه پرېږدي او د هغه په ټکو، دښمن به پرېنږدي، چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په مرسته په افغان خاوره کې پوستې او نور تاسیسات جوړ کړي: «دښمن دې پوه شي، چې موږ د خپلې خاورې د یوه یوه انچ دفاع کوو، که دوی فکر کوي، چې راکیټونه به راغورځوي او بې ځوابه به پاتيږي، دا به یو خوب او خیال وي. کونړ په تيرو اتلسو کلونو کې د همدغه رقم فاجعو شاهد دی.»

نوموړي پر کونړ راکيټي بریدونه د افغانستان د خاورې د نیولو بهانه وګڼله او زیاته یې کړه، دښمن غواړي چې په دې کار سره ولسي وګړي له سیمې ووځي او دوی خپلو موخو ته ورسېږي.

هغه وویل، کوښښ کېږي چې په دغو راکیټي بریدونو سره د افغانستان په خاوره کې ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه جوړ کړای شي: «دښمن په یوه او بله بهانه راکیټونه راغورځوي، دوی غواړي نورو جنګیالیو ته ځای پیداکړي. دوی غواړي، مصئونه ساحه ورته پیداکړي. غواړي پوستې ایجاد کړي، په خلکو کې وحشت پیدا کړي او خلک کوچ وکړي، څو دوی خپل شوم هدف ته ورسېږي.»

حمدالله محب د دوشنبې په ماښام ناوخته په ننګرهار کې یوې غونډې ته دا هم ویلي دي چې د ننګرهار دوربابا څڅوبي کنډو کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه به هم له منځه یوسي.

محب دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چي همدا وړمه ورځ يووار بيا د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ نیږدې دېرش راکیټي بریدونه شوي دي.

پاکستان تراوسه پوري د دغو راکيټي بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

د ملي امنيت شورا سلاکار محب، همدا راز په ننګرهار کې د جاپاني الاصله افغان ډاکټر تیڅوناکامورا د وژني په قضيه کې د پرمختګ خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې د ملي امنیت عمومي ریاست د ډاکټرناکامورا د وژنې په تور یو کس نیولی چې اوس ترې څېړنې روانې دي. هغه ویلي دي دا قضیه به په ښه ډول وڅېړل شي.

ختیځو ولایتونو، ننګرهار، کونړ او لغمان ته د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب د اوسني سفر موخه د دغو ولایتونو د امنیتي حالت او سیمه ایزې حکومتولۍ اروزول په ګوته شوي دي.

له هغه سره دغې سفر کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، لوی درستیز او یو شمېر نور حکومتي چارواکي ملتیا کوي.

که څه هم ځيني خلک ختیځو ولایتونو ته د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور، حمدالله محب سفر په اوسنيو شرایطو کې ګټور بولي؛ خو ډېر بیا دغه سفر نمایشي او بې ګټې ګڼي.

ولسي وګړي وايي، حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ په مسئله کې جدي نه دی او همدا لامل دی چې د پاکستان حکومت هر وخت په پوره ډاډ سره تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکوي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل