1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محب: ‌که طالبان سوله ونه کړي جګړې ته ادامه ورکوو

۱۳۹۸ مهر ۹, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل چې که طالبان د سولې له پروسې سره یوځای نه شي، حکومت به یې پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکړي. نوموړي د ګواښونو سربیره، په ټاکنو کې د خلکو د ګډون ستاینه وکړه.

Schweiz Afghanistan-Konferenz 2018 in Genf | Hamdullah Mohib, Sicherheitsberater Afghanistan
انځور: picture-alliance/Keystone/S. di Nolfi

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب، د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي ناسته کې د خپلې وینا په ترڅ کې تر ولسمشریزو ټاکنو یوازې دوې ورځې وروسته په دغو ټاکنو کې د طالبانو د ګواښونو سربیره د خلکو ونډه وستایله. په ولسمشریزو ټاکنو کې دا ځل د امنیتي ګواښونو له کبله د خلکو حضور کم رنګه ګڼل شوی دی.

محب په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې همدا راز وویل چې په دې ټاکنو کې یو شمیر داسې رایه اچوونکو هم ګډون کړی وو چې په تیرو ټاکنو کې د رایې اچونې له کبله یې طالبانو ګوتې قطع کړې وې.

محب وویل چې په داسې یوه هیواد کې چې د رهبرانو نوی نسل یې په جګړو کې لوی شوی، د تیرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو له کبله داسې فرصت برابر شوی چې موږ ته اجازه راکوي چې اميد په يوه غښتلي څه يعني باور بدل کړو. نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل: «موږ پر خپلو وړتیاوو باور لرو څو داسې سوله رامنځ ته کړو چې د خپل ژوند په اوږدو کې مو د همداسې یوې سولې هیله درلوده.»

حمد الله محب په ملګرو ملتونو کې په داسې یوه وخت کې وینا وکړه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په هکله مذاکرات څه موده وړاندې د ولسمشر ترمپ له لوري لغوه شول. په دې مذاکراتو کې افغان حکومت څنډې ته کړل شوی وو او طالبانو هم له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو ډډه کړې وه او حکومت یې د امریکا متحده ایالاتو یو لاسپوڅی حکومت بللی وو.

د ا فغانستان د ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ ناسته کې همدا راز وویل چې طالبانو او د دوی بهرني ملاتړي دې واوري : یا له موږ سره د سولې له لارې یوځای شئ او یا دا چې موږ به ستاسې پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکړو.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل