1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محسن داوړ نيول شوی، که يې ځان سپارلی دی؟

۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبه

د خیبر پښتونخوا ایالتي ویاند ویلي دي چې د پارلمان غړی محسن داوړ نیول شوی دی. خو داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې د جرګې له مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته د ځان سپارلو پریکړه کړې ده.

Mohsin Dawar, Mitglied der Nationalversammlung Pakistan
انځور: picture-alliance/Zumapress

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) یوه غړي نایاب خان، د دویچه ویله له اردو څانګې سره په خبرو کې وویل چې د ترهګرۍ ضد محکمې محسن دواړ غوښتی وو. د هغه په خبره امنیتي ځواکونو له درو ورځو راهیسې د هغه کور کلابند کړی وو او د ده د نیولو له پاره یې لاري تړلي وې. د دغه وضعیت په پام کې نیولو سره داوړ د ځان سپارلو پریکړه وکړه.

خو اسوشتید پرس خبري آژانس د خیبر پښتونخوا ایالتي ویاند او د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي له قوله لیکلي دي چې د پارلمان غړی داوړ د پنجشنبې په ورځ «په شمالي وزیرستان کې د یوې چاپې په ترڅ کې نیول شوی دی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او د پارلمان غړي محسن داوړ او علي وزیر د تیرې یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې په یوې احتجاجي غونډې کې د ګډون له پاره روان ول چې پر یوه پوسته د تاوتریخوالي پيښه رامنځ ته شوه.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې یوې ډلې د دوی پر پوسته برید وکړ، څو د ترهګرو د یوه ملاتړي د آزادیدو هڅه وکړي: «په ځوابي ډزو کې درې کسان چې پر پوستې یې برید کړی وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ او لس تنه نور ټپیان شول.» پوځ د پنځو عسکرو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکړی وو. پوځ د دغه برید پړه د پي ټي ام پر دغو مشرانو واچوله. په همدغه ورځ د پارلمان بل غړی علی وزیر ونیول شو.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا پر پوځ باندې د ډزو کولو تور پورې کوي او وایې چې ۱۳ کسان یې وژل شوي دي او تر۴۰ زیات ټپیان دي. تر دې دمخه د بخښني نړیوال سازمان هم په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د پاکستان حکومت باید سمدستي د درو ملکي فعالانو د احتمالي وژل کیدو په اړه د یوې خپلواکې او موثرې څیړنې امر وکړ.»

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د دغه پيښې د څیړلو له پاره د یوې پارلماني کمیټې د جوړولو غوښتنه کړې وه.

پر دې سربیره په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو هم خپره شوې ده چې محسن داوړ پکې احتمالاً ملکي حکومت ته د ځان سپارلو یادونه کوي او وایې چې نه غواړي د ځان له پاره قوم په امتحان کې واچوي.

س.ر/ن.ز (ب. ج، اې پي)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب