محمد بن سلمان د ایران په شخړه کې پر سیاسي حل لارې ټینګار کړی
۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبه![Mohammed bin Salman Kronprinz Saudi Arabien](https://static.dw.com/image/50636203_800.webp)
د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان له امریکایي تلویزوني شبکې«CBC» سره په مرکه کې وویل چې هیواد یي د سپټمبر میاشتې پر ۱۴ نیټه د آرامکو پر نفتي تاسیساتو د حملې په مقابل کې، د سیاسي حل لارې چلند ته لومړيتوب ورکوي.
له یادې رسنۍ سره د سعودي د شهزاده دغې مرکې ته نړیوالو خبري رسنیو په پراخه کچه پوښښ ورکړی دی. د آلمان خبري آژانس د دغې مرکې د ځنو برخو په خپرولو سره له ایران سره د مناقشې پر سیاسي حل لارې د محمد بن سلمان ټینګار ته اشاره کړې ده.
محمد بن سلمان د نړۍ له هیوادونو غوښتي دي چې له ایران سره دې په قاطع ډول چلن وکړي او په سیمه کې دې د تشنج د پراخیدو مخه ونیسي. د سعودي شهزاده په باور د نفتو په تولید کې کمښت او په نړیوالو بازارونو کې د تیلو د بیو لوړیدل له ایران سره د تشنج د زیاتیدو له کبله رامنځته شوي دي.
ایران پر آرامکو د برید مسئولیت لري
محمد بن سلمان په عین وخت کې ټینګار وکړ چې ایران د سعودي عربستان د بقیق او خریص د نفتو پر تصفیه خانو د بریدونو مسئولیت لري. امریکا او درو اروپایي هیوادونو آلمان، بریتانیا او فرانسې هم ایران د سپټمبر میاشتې پر ۱۴ نیټه د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو د بریدونو مسئول بللی دی.
د دغو بریدونو په پایله کې د سعودي عربستان د نفتو په ورځني تولید کې شاوخوا ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره بوشکې کمښت راغلی دی.
محمد بن سلمان سي بي سي ته ویلي دي: «تر څو پورې چې نړیواله ټولنه د ایران د تهدیدونو پر وړاندې پریکړنده دریځ ونه نیسي، نړیوالې ګټې به له خطر سره مخامې شي.»
سعودي شهزاده ویلي دي چې په سیمه کې د تشنج د زیاتیدو په صورت کې به د نفتو بیې په بې ساري ډول دومره پورته شې چې تصور یي نه شي کیدلی.
حوثي یاغیانو د سپټمبر میاشتې پر ۱۴ نیټه په یمن کې د آرامکو پر تاسیساتو د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی وو. ایراني چارواکي هم په دغو بریدونو کې خپل هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.
محمد بن سلمان ټینګار کړی دی چې د سپټمبر میاشتي بریدونو د عربستان د انرژۍ زړه نه دی په نخښه کړی، بلکې دا د انرژۍ د نړیوال صنعت پر زړه برید وو.
د سعودي شهزاده ویلي دي: «زموږ له نظره یوه سیاسي حل لاره، په کراتو له یوې نظامي حل لارې بهتره ده.» دا په داسې حال کې ده چې محمد بن سلمان له ایران سره د نظامي مخامخ کیدنې احتمال نه ردوي.
بن سلمان د یمن د کورنۍ جګړې په ارتباط د راپورته شوې کړکيچ په هکله ویلي دي: »هرکله چې ایران له حوثي یاغیانو څخه خپل ملاتړ ته د پای ټکې کیږدي، د یمن د کړکيچ د سیاسي او سوله ایزې حل لارې زمينه به مساعده شي.«
دویچه ویله فارسي/ش.ن/ن.ز