1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نبي یو ورځنیو لوبو تازه درجه بندۍ کې لومړي مقام ته پورته شو

۱۴۰۲ بهمن ۲۵, چهارشنبه

د کریکټ نړیوالې شورا په تازه او وروستۍ درجه بندۍ کې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې الرونډر محمد نبي لومړي مقام ته پورته شوی دی.

Cricket Spieler Afghanistan Mohammad Nabi
انځور: ISHARA S. KODIKARA/AFP

د کریکټ نړیوالې شورا په دې اړه نننۍ خبرپاڼې کې ویلي دي چې افغان لوبغاړي محمد نبي له سريلانکا سره په وروستیو لوبو کې د سلیزې په وهلو سره بنګله‌دیشی شکیب الحسن شاته پرېښودل.

محمد نبي له سريلانکا سره په لوبې کې ۱۳۶ منډې وکړې او په هغه لوبه کې یې یو لوبغاړی هم سوځولی و، چې له همدې امله د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې اوم مقام ته رسېدلی دی.

د ICC د معلوماتو له مخې، شکیب الحسن ۱۷۳۹ ورځې په پرلپسې توګه د یو ورځنیو لوبو د لومړۍ درجه الرونډر په توګه خپل کریکټ ته دوام ورکړی و؛ خو دا ځای اوس محمد نبي ونیو. افغان لوبغاړی محمد نبي د کریکټ په نړۍ کې د «ولسمشر، پریزیډینټ» په نوم هم یادېږي.

کریکټ نړیواله شورا وايي، افغان لوبغاړی محمد نبي اوس مهال ۳۹ کاله او یوه میاشت عمر لري، چې د کریکټ نړیوالې شورا د تر ټولو ډېر عمر لرونکو لوبغاړو په سر کې ځای لري او په دې سره محمد نبي د تیلکاراتني دیلشان ریکارډ مات کړ، چې هغه په ۲۰۱۵ کال کې په ۳۸ کالو او اتو میاشتو تر ټولو زوړ لوبغاړی و.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل