محمود عباس داسراييلو سره پرخبرو باندي ټينګ ولاړ دی
۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبهجوبايدن په رام الله کښي د کمرو په مخکي خوشاله ښکاريدی، او د فلسطين صدراعظم سلام فياض يې به پلارانه مهربانۍ سره پر اوږو وټکاوه . داسي ښکاريږي چه يوه ورځ مخکي د اسراييلو او امريکا د روابطو خړ پړتيا د امريکا حکومت او فلسطينيان تر بل هر وخت سره نژدې کړي وي . خو په رام الله کښي د مطبوعاتي کنفرانس په جريان کښي د فلسطين د جمهوررييس محمود عباس او د امريکا د جمهوررييس معاون جوبايدن په دريزو کښي اصلأ د هغه باب خبري ونه سوې . جوبايدن ددواړو خواوو تر منځ د غيرمستقيمو خبرو د شروع کيدو هيله وکړه .
ده غوښتنه وکړه ، چه دواړه خواوي بايد د اعتماد فضأ رامنځته او يو دبل د تحريکاتو څخه لاس واخلي .
جوبايدن وويل ،
«د اسراييلو دحکومت هغه پلانونه چه غواړي په شرقي بيت امقدس کښي نوي کورونه جوړ کي ، دغه اعتماد له منځه وړي ، هغه اعتماد چه همدااوس موږ ورته ضرورت لرو و تر څو خبري او معاملې شروع ، او يو مساعد او معقول حل ته ورسيږو . ځکه نو ما د کورونو دغه جوړول سمدستي وغندل . »
دوې ورځي دمخه د سه شنبه په ورځ د اسراييلو داخله وزارت د شرقي بيت امقدس په يهودي ناحيه رامت شولوم کښي د نورو 1600 کورونو دجوړولو اجازه ورکړه .
دغه خبر د جوبايدن او اسراييلود صدراعظم بنيامين نيتانياهو پر خبرو سايه واچوله . پدې منځ کښي د اسراييلو داخله وزير اِيلي يې شاهي بخښنه غوښتې ده ، او تاکيد يې کړي دي ، چه دغه اعلان د جوبايدن د سفر پر وخت غيرقصدي سوي دي . خو فلسطيني سياستمدارانو او د عربي ليګ د هيوادو استازو د سولي دغه تازه غيرمستقيمي خبري ناکامه اعلان کړې . مګر جمهوررييس محمود عباس بيا د خبرو پر دوام باندي ټينګار وکي .
دي وايي ،
« پدې وسيله موږ بر خپلي هغي غوښتني باندي ټينګار کووو ا د سولي د پروسې په لار کښي د امريکا دمتحده ايالاتو د کوښښونو ملاتړ کوو . د اسراييلو د کورونو جوړولو سياست ، خاصتأ په بيت امقدس کښي دغه کوښښونو او معاملو ته تاوان رسوي . موږ غوښتنه کوو ، چه دغه فيصلې بيرته واخيستل سي . »
د اسراييلو حکومت د کورونو جوړولو خپله وروستي فيصله تر اوسه پوري بيرته نده اخيستې . پخپله په اسراييلو کښي هم پر دغي پريکړي باندي انتقادونه موجود دي . د اسراييلو ددفاع دوزارت څخه ويل کيږي ، چه دوي په هغه باندي خوابدي دي . خو محمود عباس بيا هم د سولي د راوستو پر غوښتني باندي ټينګار کوي ، او وايي ،
«زه غواړم اسراييلي ولس ته مراجعه وکم . زه غواړم هغو ته ووايم ، چه اوي د سولي وخت رارسيدلي دي و داسي سوله چه په هغه کښي دوه دولتونه موجود دي . يو اسراييلي دولت چه د فلسطيني دولت تر څنګ په سوله او امنيت کښي ژوند وکي . د 1967 کال د جون د 4 مي په سرحدو کښي دولتونه ، چه پايتخت به يې بيت امقدس وي . »
عباس د د اسراييلو څخه وغوښتل ، چه د غزې د تراډي محاصرې ته خاتمه ورکي، او اسراييل نبايد د سولي دغه چانس د لاسه ورکي . تقريبأ په عين مفهوم سره جوبايدن هم په رام الله کښي د سولي پر راوستو باندي ټينګار وکي .
اِنګل بريشت/
کتونکی : محمد قاسم نوري