1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمود کرزی: ممنوع الخروج شوی نه یم

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۱۷, سه‌شنبه

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او د افکو شرکت مشر محمود کرزي هغه رپوټ رد کړ چې ګواکې دی ممنوع الخروج اعلان شوی. د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي ویلي، د طالبانو حکومت ورسره ښه چلند کړی.

محمود کرزی/ د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور
محمود کرزی/ د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورورانځور: AP

د افغانستان ملي ټلویزیون د افکو شرکت د مشر محمود کرزي یوه ویډیو خپره کړې چې په هغې کې ظاهرا ښکاري چې نوموړی خبریالانو ته وايي، دی له هیڅ ستونزې سره نه دی مخ شوی.

ویل کېدل چې دی د ممنوع الخروج کېدو سربیره په یوه ناڅرګند ځای کې اوسیږي، خو کرزي وویل: «زه په وزارت عدلیه کې تاسو ته ولاړ یم او خبرې کوم، وزیر صاحبان هم شاته ناست دي، نامعلوم ځای بیا چېرې دی.»

کرزي زیاته کړې غوښتل یې متحده عربي اماراتو ته د خپلې اقامې د تمدید په موخه سفر وکړي، خو د کندهارعینو مېنه کې د ځمکو پرسر ځینو ادعاوو له امله عدليي وزارت غوره وبلله چې پاتې شي. هغه په دغه ویډیويي کلیپ کې چې د افغانستان ملي ټلویزیون چې اوس د طالبانو په کنترول کې دی، وویل: «زه او وزیر صاحب په یوه طیاره کې وو، وزیر صاحب ته تشویش ورپیدا شو چې د عینو مېنې د ملکیت تثبیت او هغه خلک چې دعوه لري په عینو مېنه کې شخصي ځمکې لري، دا موضوع حل شوې نه ده، هغه قباله چې مونږ لرو د هغې مطابق باید زمونږ ځمکه جلا شي، هغه خلک چې زمونږ په شاوخوا کې دي باید د اسنادو مطابق د هغوی ځمکه جلا شي.»

ښاغلي کرزي په دغه ویډیويي کلیپ کې زیاته کړې چې غواړي دوبی ته سفر وکړي. هغه وايي: «سبا هم یو سفر لرم، بیرته راځم خپل وطن مو دی، هیڅ کیسه نشته.»

 تردې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي ول چې د پخواني حکومت د ښار جوړونې او ځمکو وزیر محمود کرزی د حقوقي موضوع له امله ممنوع الخروج شوی.

اړوند مطالب:وال سټريټ: محمود کرزی په امريکا کي تر پلټنو لاندي دی

محمود کرزی د خپل ورور حامد کرزي د حکومت پرمهال د کابل بانک ونډه وال هم ؤ، چې بیا وروسته دغه بانک دېوالي شو او د نوي کابل بانک تر نامه لاندې یې د افغانستان د مرکزي بانک تر څار لاندې یو ځل بیا فعالیت پیل کړ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل