د قاضۍ استدلال دا دئ چي خپلو هيوادونو ته ددغو کسانو بيرته لېږل کيدای سي «د پام وړ زيانونه» ولري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle
خو مېرمن دانلی په دې اړه چي د ترمپ دغه فرمان د امريکا متحدو ايالاتو له قانون څخه سرغړونه ده، حکم نه دی صادر کړی. پتېيل سوې ده چي دغه محکمه به په فيبروري مياشت کي بيا سره کښېني.
انځور: picture alliance/AP Photo/Jae S. Lee
په امریکا کي د مهاجرو په برخه کي يوه وکيل ځينو رسنيو ته ويلي دي چي د هغو کسانو فېسبوک پاڼي هم کتل سوي دي چي د ترمپ له فرمان سره سم په هوايي ډگرونو کي بند پاته دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle
د اينديپندنت ورځپاڼي د راپور له مخي د امريکا سرحدي مسئولان په هوايي ډگرونو کي د ورننوتونکو کسان فېسبوک پاڼي د هغوی د سياسي درځ په موخه گوري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle
د مهاجرو چارو يوې وکيلي اينديپندنت ورځپاڼي ته ويلي دي چي دا خبره ده چي امریکا ته حتی د داسي کسانو د ننوتلو مخنيوی سوی دی چي گرين کارت، اقامت او د کار اجازه ئې لرله.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Ruttle
هغې دغه وضعيت ډېر «دردوونکی» بللی. په امریکا متحدو ايالاتو کي د مهاجرو په برخه کي څو سازمانونو او د مدني آزاديو اتحاديې (ACLA) د دوو عراقیانو چي په امریکا کي د اقامت اجازه لري، پر ترمپ باندي دعوی کړې. د دغو دوو عراقيانو يو ئې د دولت کارکوونکی دی. دغه دواړه عراقيان د نيويارک په جان اف کندي هوايي ډگر کي د ترمپ د فرمان له مخي نيول سوي دي.