1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: د افغان پناه غوښتونکې د موبایل پلټل غیر قانوني وه

۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

د آلمان اداري محکمې پریکړه کړې چې د دغه هیواد د ګډوالو چارو ادارې اجازه نه درلوده چې د یوې افغان پناه غوښتونکې موبایل وپلټي. د مهاجرت ادارې د دغې پناه غوښتونکې د هویت د تشخیصولو له پاره د هغې ګرځنده تلیفون بررسي کړی وو.

Deutschland Senat des Bundesverwaltungsgericht
انځور: Janosch Delcker/DW

د آلمان یوې عالی ادارې محکمې حکم کړی دی چې د پناه غوښتنلیک وړاندې کوونکو د هویت او ملیت د تشخیص له پاره د نورو حل لارو د موجودیت په صورت کې، د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره اجازه نه لري چې د هغوی په ګرځنده تکلیفونو کې موجود معلومات ارزیابي او و پلټي.

د خور د وژنې په جرم د دوو افغان ورونو د دایمې بند وړاندیز

د آلمان په لايپڅيګ ښار کې د دغه هيواد اداري محکمې پریکړه کړې ده چې د یوه پناه غوښتونکي د هویت تشخیصولو له پاره باید، د بیلګې په توګه د اسنادو او د ژباړونکو ارزونې ته لومړيتوب ورکړل شي.

د آلمان اداري محکمې دغه پریکړه د افغان پناه غوښتونکې په حق کې کړې ده. دغې افغانې ښځې چې موبایل یې د کډوالو له پاره د المان فدرالي ادارې د چارواکو له خوا پلټل شوی و، د دې اقدام پر وړاندې حقوقي دعوی کړې وه.

دغه افغانه په ۲۰۱۹م کال کې بې پاسپورته آلمان ته راغلې وه. دغې پنا غوښتونکې د بایومتریک مشخصاتو نه درلودونکې تذکره او د واده سند د مهاجرت ادارې ته سپارلی و.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د پناه غوښتني پروسې په لومړیو کې له دې ښځې غوښتي ول چې د لا زیاتې ارزونې په خاطر دې خپل ګرځنده تلیفون او د هغې د خلاصولو کوډ دغې ادارې ته وسپاري. يادي ادارې د دغې پناه غوښتونکې د موبایل معلومات لوستلي او بیا یي له ځان سره تر ثبتولو وروسته تلیفون بیرته ورته سپارلی دی.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له دغو معلوماتو څخه د دې افغانې ښځې د پنا غوښتنلیک په ارزونه کې استفاده کړې ده.

دغې افغانې مېرمنې چې د وکیل په غوښتنه یي په دې رپوټ کې نوم نه دی اخیستل شوی په ۲۰۲۰م کال کې د ازادۍ حق ټولنې (GFF) په ملاتړ د کډوالو له پاره د المان فدرالي ادراې پر ضد دعوی کړې وه.

د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې د برلین ادارې محکمې پریکړه کړې وه چې د دې پنا غوښتونکې د موبایل د پلټنې له پاره د کډوالو ادارې امر غیر قانوني وو. محکمې ویلي ول چې د دې ښځې د هویت تشخیصولو له پاره نورې حل لارې، د بیلګې په توګه هغه اسناد چې وړاندې شوي ول او یا ټول معلومات موجود ول.

برلين: یو سړی د يوې مور او لور د وژلو په تور په عمري بند محکوم سو

اوس د آلمان تر ټولو عالي اداري محکمې د برلین د محکمې دغه حکم تائید کړی دی. د کډوالو ادارې ویلي دي تر هغې چې په لیکلې بڼه د محکمې حکم نه وي خپور شوی، د دې پریکړې په اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي.

د آزادۍ حق ټولنې د دې دعوی ملاتړ کړی دی. په دې ټولنه کې د عدالت غوښتنې جریان هم غږې کوونکې لیا بکمن ویلي دي: «دا حکم د پناه غوښتونکو د شخصي حریم او معلوماتو د خوندیتوب له پاره یو ستر بریالیتوب» دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز