1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخابراتو وزارت: د انټرنيټ عمده بيي ۳۰ سلنه نوري کښته شوي

۱۳۹۸ اسفند ۷, چهارشنبه

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د انټرنیټ بیې یې ۳۰ سلنه راټیټې کړي دي. خو مخابراتي شرکتونه ولې د انټرنیپ بیې نه راټیټوي؟

Afghanistan - Frauen mit Mobiltelefonen
انځور: Getty Images

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژی وزارت وايي چې د انټرنیټي او تليفوني اړیکو د بیو د ټيټوالي په برخه کې یې هلو ځلو نتيجه ورکړې ده.

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي نن چهارشنبې ( ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۲۶مه) په کابل کې "ملت ته د دولت ځواب ویلو" غونډې ته وویل: د انټرنیټ عمده بیې یې ۳۰ سلنه نورې هم راټیټې کړي.

هغه وويل: «موږ د خپل صلاحیت په چوکاټ کې د انټرنیټ عمده بیې دېرش سلنه نورې هم راکمې کړې دي، چې له مخې یې خصوصي مخابراتي شرکتونه هم باید د انټرنیټ بیې راکمې کړي.»

شاخوا درې اونۍ وړاندې د مخابراتو ځای ناستي وزیر ویلي ول چې مخابراتي شرکتونو ته یو جی بی انټرنیټ په ۹ افغانۍ تمامیږي، خو هغوی یې پر خپلو پېرودونکو په ۱۸۰ افغانۍ پلوري.

هاشمي په دې اړه مخابراتي شرکتونو ته وویل: «ولس ته د خپلو عملیاتي لګښتونو په اړه بشپړ وضاحت ورکړئ!»

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت شاوخوا یوه میاشت وړاندې ژمنه کړې وه چې په یوه اونۍ کې به انټرنیټي بې ۵۰ سلنه راټیټې کړي، خو ایا عام پېرېدونکي هم له دغه تخفیف څخه برخمن شوي دي؟

د کابل ښار یو اوسېدونکي سمیر دویچه ویله ته وویل، د مخابراتو وزارت د انټرنیټ او تليفوني اړیکو د بیو په کنترول کې په بشپړه توګه پاتې راغلی: «له یوې خوا په افغانستان کې د انټرنیټ کیفیت خورا ټیټ دی له بل لوري ګوری چې بیې ان د افغانستان د ګاونډي هيوادونو په پرتله څو برابره جګې دي، پرون زما ملګري ۴ جی بی انټرنیټ په ۵۰۰ افغانۍ فعاله کړ دا خورا لوړه بیه ده.»

مخابراتو وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ چې افغان ټلیکام او سلام مخابراتي شرکتونو خپلې عمده او پرچون انټرنیټي بیې۳۰ سلنه ټيټې کړي دي.

همدا تېره اونۍ یوشمېر مدني فعالانو په افغانستان کې د انټرنیټ د جګو بیو پروړاندې اعتراض وکړ.

دغه راز، د خواله رسنیو کاروونکي اوس هم "اترا چیرې ده؟" هشټګ کاروي.

اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم  اداره، چې د هیواد په کچه په مخابراتي سکتور پورې د اړونده مخابراتي چارو مسئولیت لري.

مدني فعالانو دوې ورځې وړاندې د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ځای ناستي فهیم هاشمي سره په کتنه کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د انټرنیټ بیې باید راټیټي شي.

مدني فعالان وايي «اترا» اداره دې د خپلو مسئولیتونو او د انټرنیټ عمده بیو له مخې د ټولو خصوصي مخابراتي شرکتونو د انټرنیټ بیې راکمې کړي.

د هغوی په وینا که دا اداره د ولس په غوښتنو کې ناکامیږي، نو باید ورکړل شوي قانوني صلاحیتونه ترې واخیستل شي.

مدني فعالانو خبرداری ورکړی چې که خصوصي مخابراتي شرکتونه په دوو اونیو کې خپلې بیې راټیټې نه کړي، نو د هغوی پر وړاندې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب