1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخابراتو وزارت د انټرنیټي او د ټیلفوني مکالمو بیې راټېټوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

د طالبانو ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې له مخابراتي شرکتونو سره د پرله پسې غونډو په پایله کې د بیو پر راټېټېدو هوکړه شوې. په دغو بیو کې څومره ټيټوالی راغلی؟

Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie neu
انځور: AP

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خپل کلني راپور خپرولو پرمهال ویلي دي چې د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې یا NIXA په نوم جوړ شوی مرکز، د انټرنیټي خدمتونو د کیفیت لوړوالي او د بیو په کمولو کې مهم رول لوبوي.

په دغه کلني راپور کې راغلي: »د نکسا زیربنا توانیدلې چې شاوخوا ۲۲ انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکي او ۵ مخابراتي شرکتونه سره وصل کړي.»

د مخابراتو وزارت وايي، له مخابراتي شرکتونو سره د ګډو غونډو او وړاندیزونو په رڼا کې مخابراتي شرکتونو خپلې نوې بیې د وزارت مشرتابه ته سپارلي.

د انټرنیټ او تليفونې مکالمو نوې بیې

د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي دویچه ویله ته وویل:«پخوا به یو GB انټرنیټ په ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېده چې اوس یې نرخ ۱۱۰ افغانۍ وټاکل شو او بل د مکالمو نرخونه، مثلاً له یوې شبکې بلې شبکې ته چې پخوا به پر یوه دقیقه له ۳ افغانیو څخه تر ۳نیم افغانیو لګښت راته اوس یې بیه ۲،۲ افغانیو ته راټېټه شوه.»

الکوزۍ وايي چې په همدې توګه د شبکو د خپل منځي اړیکو بیې هم د یوې دقیقې پر سر له څه کم درې افغانیو څخه ۱،۸۵ افغانیو ته راټیټې شوې.

خو هاخوا عام خلک وايي، د انټرنیټ او تليفوني اړیکو د بیو او کیفیت څارنې په برخو کې هیڅ ډول پرمختګ نشته.

انځور: DW

د خلکو په خبره د انټرنیټي بکسو او تليفوني اړیکو بیې د سیمي هيوادونو په پرتله خورا لوړې دي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل: »که څه هم د مخابراتو وزارت تازه اعلان کړی چې انټرنیټي کڅوړې به ارزانه شي او تليفوني اړیکې به هم ارزانه شي، خو معلومه نه ده چې څومره به حقیقت ولري او مخابراتي شرکتونو مسؤلین به ورباندې عمل وکړي او کنه؟»

خلک نه یواځې دا چې د انټرنیټ او تليفوني اړیکو له لوړو بیو شکایت کوي، بلکې شته کیفیت  هم خورا ځورونکی بولي. د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل: »اوس په ځېنو سیمو کې د انټرنیټ کارونه ستونزمنه شوې، په ځینو سیمو کې بیخي انتن نه ورکوي.

مخابراتو وزارت: د انټرنيټ عمده بيي ۳۰ سلنه نوري کښته شوي

خو د مخابراتو وزارت ادعا کوي د طالبانو حکومت په راتګ سره یې ان ځینو هغو سیمو ته هم تليفوني او انټرنیټي خدمتونه غځولي چې په تېرو شلو کلونو کې هلته دغه خدمات نه ول رسیدلي.

د دغه وزارت په رپوټ کې راغلي دي چې په تېر یو کال کې د هېواد ځینو ليرو پرتو سیمو کې ۲۰ مخابراتي سایټونه جوړ شوي چې پر مټ یې ۱۰۰ زره خلکو انټرنیټ او تليفوني خدمتوو ته لاسرسی موندلی.

د رپوټ په ټکو د طالبانو تر راتګ وړاندې ۲۰۴۸ مخابراتي سایټونه تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې ول او یا هم د مخابراتي پایو سوځولو له امله ویجاړ شوي وو چې اوس پکې مخابراتي شرکتونو خپل خدمتونه له سره پیل کړي.

د پخواني حکومت چارواکو به هغه مهال ويل چې په ليرې پرتو سیمو کې مخابراتي مرکزونه او پایې طالبانو الوځولې، ادعا داده چې دغه ویجاړتیا د باج اخېستني له پاره وه.

د مخابراتي خدماتو د عواېدو ډېرېدل

په همدې حال کې طالبانو اعلان وکړ چې د مخابراتي خدمتونو له اړخه د تېر کال په پرتله د حکومت عواید څو برابره ډېر شوي.

چارواکي وايي، له دې اړخه یې په تېر یو کال کې څه باندې ۲۶۳ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته سپارلي دي.

مخابراتي خدمتونو کې د عوایدو ترټولو ستره سرچینه په کریډیټ کارټونو ۵ سلنه مالیه ده چې په پخواني حکومت کې له دې درکه د میلیونونه ډالرو حیف میل کېدو ادعا کېده، خو اوس طالبان وايي د عوایدو د ډېریدو ترټولو ستر لامل د شفافیت رامنځته کول دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل