1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدافع وکيلان؛ له فعاليت تر پټ ژونده پورې

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې قضايي نظام هم سقوط وکړ. ډیری قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو او همدا راز د قضايي سيکتور ټولو ښځينه کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

Afghanistan l Taliban kontrollieren Straßen in Kabul
انځور: Wali Sabawoon/AP/dpa/picture alliance

د جنورۍ په ۲۴ مه د مدافع وکیلانو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت او د قضايي خپلواکۍ سقوط د «بشري حقونو یو ناورین» دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او یو شمېر خپلواکو قاضیانو او وکیلانو په دې اړه په یوه ګډه اعلامیه کې دغه څرګندونې وکړې: «وکيلان، قاضيان، څارنوالان او نور چې په افغانستان کې په حقوقي برخه کې یې کار کاوه، له سترو امنيتي خطرونو سره مخ دي او هغه کسان چې لا هم په دې برخه کې کار کوي، په يوه له ننګونو ډک او غير خپلواک حقوقي سيستم کې کار کولو ته اړ دي.«

طالبانو د بیا واک تر لاسه کولو وروسته هغه ښځې چې په قضايي ادارو کې یې کار کاوه، په کور کښيناستو ته اړ کړې او یو شمېر نارینه قاضیان یې بیا له دندو ګوښه او پر ځای یې خپل کسان ګومارلي دي.

افغانستان کابل کتابخانه انځور: Hoshang Hashimi/AFP

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي چې ۲۵۰ قاضیانې او په سلګونو وکیلانې او جنرالانې له دندو ګوښه سوي دي چې ډیری یې له هیواده وتلي او یا هم خپل ژوند د طالبانو له ویرې په پټه تیروي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې یو غړي، چې نه یې غوښتل د امنیتي دلایلو له امله یې نوم واخیستل سي، دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم د مدافع وکیلانو ټولنه اوس نوره خپلواکه نه ده او د طالبانو په واک کې ده. »

اړوند:د بې وزله افغانانو له پاره وړیا حقوقي خدمات

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې ټولټال ۶۰۰۰ مدافع وکیلانو له ډلې څخه یې ۳۰۰۰چې ښځې وې، خپلې دندې یې له لاسه ورکړي دي. د پاتو ۳۰۰۰ کسانو له ډلې څخه ۱۳۰۰ یې د وکالت جواز اخیستې دی او له مجبوريته د طالبانو په محکمو کې کار کوي، خو پاتې ۱۷۰۰ یې د بې وزلۍ او امنیتي ګواښونو له امله له خپلو دندو څخه لاس په سر سوي دي او درنو کارونو ته یې مخه کړې لکه مزدوري، د کچالو پیر او پلور، او یا دا چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په کور ناست دي او یا هم ګاونډیو هیوادونو ته کډوال سوي دی.»

هغه دا هم وويل: «د افغانستان عدلي او قضايي نظام د يوې داسې ډلې له خوا اوس پرمخ وړل کیږي، چې له حقوقي او مسلکي سيسټم سره هیڅ بلد نه دي او دا کار د دې لامل سوى، چې زرګونه مسلکي او تجربه لرونکي کارکوونکي يا شاقه کارونو ته مخه کړي او يا له هېواده وتښتې.»

په پاکستان کې د قانون د شتون سربیره د میراته دود روان دی

04:48

This browser does not support the video element.

په همدی حال کې يو شمېر پخواني مدافع وکيلان وايي، چې په کور کې له پاتې کېدو سره سره هغه کسان چې پخوا د محکمو له لوری په زندان کې اچول سوي وه  او د طالبانو له خوا ازاد سوي دي د هغوي له لخوا ګواښونکي پيغامونه ترلاسه کوي.

یوې وکیلې، چې د جمهوري ریاست پر مهال یې دوه کاله په کابل کې د مدافع وکیل په توګه کار کړی او اوس په کور ناسته ده، دویچه ویله ته وویل: «ما ته بېلابېل ګواښونه وسول او مجبوره شوم چې کار پرېږدم او د اوس لپاره پټ ژوند وکړم. ګواښونه د هغه طالب زندانیانو له خوا وو چې اوس ازاد سوي دي.»

په هرات ولایت کې یو بل پخوانی مدافع وکیل چې د امنیتي دلایلو له امله یې په مستعار نوم خبرې کولې، وويل چې له کلونو قانوني فعالیت وروسته اوس اړ سوی دی چې خپله دنده بدله کړي.

اړوند:د مدافع وکیلانو پر وړاندې د چین اقدام

هغه دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو له راتګ وروسته ما خپله دنده پرېښوده او دا مهال په یوه  ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوم. یوازې په هرات ولایت کې زما ۵۰۰ همکارانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس بې سرنویشته دي. د مدافع وکیلانو لپاره د ژوند شرایط خورا ستونزمن سوي، ځکه چې په وروستیو میاشتو کې په هرات کې ۳۰ مدافع وکیلان د طالبانو له خوا د پلټنو لپاره نیول سوي او اته تنه یې زندانی سوي دي.»

په همدې حال کې د طالبانو د عدلیې وزارت هم د نورو ډېرو مسایلو په څېر د مدافع وکیلانو دغه ادعاوې ردوي.

 وزارت وايي، د مدافع وکیلانو پر وړاندې د ګواښونو په اړه تر اوسه هیڅ  کوم شکایت نه دی ثبت سوی او د دوی د فعالیت لپاره شرایط مناسب دي.

د عدلیې وزارت ویاند مولوي عبدالحمید جهاد یار دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، د ۱۳۰۰ مدافع وکیلانو جوازونه بیرته تمدید سوي او یا هم ځینو ته نوي وېشل شوي او هغوی ته د کار زمینه برابره سوې ده. که چیرې مدافع وکیلان له کومې ستونزې سره مخ وي، دوی کولای سي زموږ د مدافع وکیلانو د اتحادیې له ریاست  سره په اړیکه کې سې  ترڅو ستونزه یې ورته حل کړو.»

اړوند:مدافع وکيلان: د افغان پولیسو پخواني روزونکي بايد وساتل شي

خو د طالبانو قضایي سیستم  بیا داسې نه دی چې مدافع وکیل دې پکې خپل تعریف شوی ځای او دريځ ولرلی شي.

فرديس وويل: «يو شمېر مدافع وکيلان چې د طالبانو په محکمو کې کار کوي، يواځې د دعوې د ليکلو او يا د عريضې په ليکلو کې فعال دي. دا په دې مانا چې اوس مهال د قانون له حکمونو سره سم مسلکي او عملي ادارې فلج سوې او شتون نه لري.»

«ځیني چارواکي معلوماتو ته د لاسرسي پر قانون هیڅ خبر نه دي»

07:41

This browser does not support the video element.

شعیب تنها شکران/ صفت الله زاهدي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل