1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدیترانه: د مهاجرو کښتۍ نه ډودۍ لري او نه څوک ځای ورکوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبه

اوس هم د «الن کوردي» په نامه د مهاجرینو دوې کښتۍ په مدیترانه کي په یوه ډاډمن بندر پسي ګرزي، خو د کرونا د بحران په دلیل ایټالیا هغوی ته د لنګر اچولو اجازه نه ورکوي. په دغو ژغورونکې کښتیو کي ۱۵۰ مهاجرین بند پاته دي.

Rettungsschiff Alan Kurdi
انځور: picture-alliance/ZumaPress/LaPresse/R. Ingenito

د الن کوردي په نامه دغه المانۍ شخصي کښتیانو کي د اضطراري حالت پخاطر د جرمني حکومت د اروپايي ټولني د کمیسارۍ څخه د کومک غوښتنه کړې ده، تر څو د دې کار عهده پر غاړه واخلي او هغه ته سازماندهي ورکړي. د حکومت یوه ویاند پرون جمعه(د اپیریل ۱۰ مه) الماني خبري آژانس ته وویل، چي« خبره پر دې باندي ده، چي چیري او کوم هیواد کي مهاجرین وچي ته تللی سی.

ایټالیا او مالټا مخکي لا شخصي دریايي ژغورونکو سازمانو ته خبرداری ورکړی دی، چي د کرونا آفت په خاطر یې پرمخ باندي بندرونه تړلي دي. الن کوردي د تیري دوشنبه په ورځ باندي د لیبیا د ساحل څخه په دوو د لرګو څخه جوړو سوو کوچنیو کښتیانو کي مجموعأ ۱۵۰ مهاجر راواخیستل او د جمعې په ورځ د ایټالیا د سیسلي جزیرې مخته ورسیدلې. خو د کښتۍ یوه ویاند، ګوردن ایسلر الماني خبري آژانس ته د تلیفون د لاري وویل، چي د ایټالیا ساحلي قواوو په رواني تکلیف اخته یو ځوان مهاجرد ځان سره اخیستی دی.

په همدې حال کي د کښتي کپتان، بېربل بیسو د تیري پنجشنبه په ورځ لا د ايټالیا د ژوغورونکي ادارې څخه د غذايي موادو، دواوو او تیلو غوښتنه کړې وه، چي په کښتیانو کي مخ پر خلاصیدو دي. په خبره یې هغوی ته غذا نه ده رسیدلې او د ځای د کمبود له وجهي په کښتیانو کي دننه څوک نه سي بیدیدلای.

د بلي خوا بیا د جرمني د کورنیو چارو وزارت په برلین کي ویلي دي، چي حکومت په محل کي په الترناتیفي امکاناتو پسي ګرزي، چي ایا هغوی ته یوه بله لار هم پیدا کیږي او مهاجرین کولای سي یوې وچي ته ورداخل سي. په خبره یې حکومت د مختلفو اروپايي ملګرو سره په خبرو کي دی. هغه وویل، جرمني تیار دی، چي په خپل نوبت سره په هغه کي سهم واخلي، خو د ایټالیا حکومت بیا یوازي دا د جرمني د حکومت مکلفیت بولي، چي ټوله مهاجر واخلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب